د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

عبدالله: د اچین بمي حمله کې د ملکي خلکو د وژنې عاملین هدف ګرځېدلي


د افغان حکومت اجرائيه رئیس د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې پر پټن‌ځایونو بمي برید پر ځای اقدام وباله.

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش په پټنځایونو د امریکايي پوځيانو له‌خوا د تر ټولو لوی غیر هستوي بم غورځول پر ځای اقدام یاد کړ او ویې‌ویل هغه څوک چې په کابل او ننګرهار کې د ملکیانو د وژنې عاملین وو په دې برید کې په نښه شول.

عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا تر غونډې دمخه رسنیو ته وویل چې په کابل او ننګرهار کې د خلکو د وژنې عاملین د حملې هدف ګرځېدلي.

عبدالله عبدالله.
عبدالله عبدالله.

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان په ختیځ کې د داعش تر ټولو ستر مرکز د حملې هدف وګرځېد او هغه څوک چې د ننګرهار په ولسوالیو کې د بې‌ګناه وګړو د قتل عاملین وو او په کابل کې یې وروستي بریدونه ترسره کړي د حملې هدف وګرځېدل چې یو پر ځای اقدام وو."

په اچین ولسوالۍ کې تر وروستي بمي حملې وروسته د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار مک‌مسټر له کابله لیدنه وکړه.

ښاغلي مسټر په کابل کې له یو شمېر رسنیو سره د دغه بمي برید په اړه خبرې وکړې او په افغانستان کې يې د داعش ډلې کړنو ته اشاره وکړه ویې‌ویل چې امریکا په افغانستان کې د دا شان ډلو شتون نه‌شي زغملی.

نوموړي وویل هغه وسله‌وال طالبان چې د افغان سولې له بهیر سره نه‌یوځای کېږي د جنګ په میدان کې به ماتې وخوري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، د دوی لومړنۍ څېړنې ښيي چې د دغه بمي برید له امله د سیمې اوسېدونکو ته زیان نه‌دی رسېدلی.

د ننګرهار اچین کې د امریکا له‌خوا پر داعش ډلې غورځول شوي بم عکس.
د ننګرهار اچین کې د امریکا له‌خوا پر داعش ډلې غورځول شوي بم عکس.

د تېرې پنجشنبې په ورځ امریکايي پوځيانو د ننګرهار په اچین کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې په پټنځایونو تر ټولو ستر غیر هستوي بم چې د بمونو د مور په نوم هم یادېږي استعمال کړ چې د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په‌کې ۹۵ داعشیان ووژل شول.

دغه وزارت ویلي چې دا د داعش په وړاندې د عملیاتو پیل دی او د دغې ډلې نور مرکزونه به هم په نښه شي.

افغان حکومت، د ملي شورا یو شمېر غړو، د اچین ولسوالۍ اوسېدونکو او یو شمېر افغان چارواکو د دغه بمي برید هرکلی کړی دی.

په ورته وخت کې د پوځي چارو افغان کارپوه زلمي وردګ هم ازادي راډیو ته وویل چې د ترهګرو اصلي ځالې باید د افغان ځواکونو او نړیوالو متحدینو له‌خوا له‌منځه یوړل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"په هغو سیمو کې چې دوی په‌کې مرکزونه لري باید د حملو هدف وګرځي ځکه چې دا او نورې ستونزې پیدا کوي، خو مهم بحث دا دی چې باید د دوی اصلي سرچینې وچې شي."

ښاغلی وردګ وايي، که د ترورېزم په وړاندې رښتینې مبارزه او عملي اقدام ونه‌شي نه‌یوازې افغانستان بلکې سیمه او نړۍ هم له ګواښ سره مخ کېدلای شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG