د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

مک‌مسټر: د اسد ملاتړ له کبله باید د روسيې پر وړاندې سخت دريځ غوره شي


د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار مک‌مسټر وايي، د سوريې له ناوړه رژيمه د روسيې ملاتړ د دې سبب شوى چې د منځني ختيځ دغه هېواد دغسې يوه شخړه رامنځته شي.

ښاغلي مسټر پرون يکشنبه له کابله «ABC» نیوز خبري آژانس ته وويل، د روسيې د دغه ملاتړ او په اروپا کې د روسيې د ورانکارو اقداماتو پوښتنه بايد وشي.

د امريکا د ملي امنيت سلاکار وويل، زه فکر کوم اوس د دې وخت راغلى چې له روسيې سره په دې اړه سخت بحثونه وشي.

د روسيې په اړه د امريکا د ملي امنيت سلاکار دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د امريکا پوځ ۱۰ ورځې مخکې د سوريې پر يوې پوځي اډه ٥٩ کروز ميزايل وتوغول.

دا ميزايل د هغې حملې په ځواب کې وتوغول شول چې لوېديځ هېوادونه‌يې سوريه کې د ياغيانو تر ولکې لاندې پر يوه سيمه کيمياوي حمله ګڼي چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ٧٠ کسان وژل شوي وو.

سوريې او د هغې متحدې روسيې دا مسئله رد کړې چې د سوريې حکومت دې د کيمياوي وسلو په هغه حمله کې دخيله وي.

مک‌مسټر ويلي، د اسد له حکومته د روسيې ملاتړ، د سوريې شپږ کلنه کورنۍ جګړه وغځوله.

د امريکا د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار
د امريکا د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار

د ده په خبره دغې جګړې داسې بحران رامنځته کړى چې عراق، نور سيمه‌ييز هېوادونه او اروپا يې اغېزمن کړي دي.

ښاغلي مک‌مسټر د يکشنبې په ورځ په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او نورو چارواکو سره د ترورېزم په وړاندې پر مبارزه او نورو مسايلو خبرې وکړې.

کابل ته‌يې دا سفر په داسې حال کې وکړ چې د امريکا پوځ تېره پنجشنبه ناوخته د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د داعش پر پناه ځايونو تر ټولو زورور غير اټمي بم وغورځاوه چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ٩٤ کسان ووژل شول.

دفاع وزارت ويلي چې په وژل شويو کې د داعش ډلې مهم قوماندانان هم شامل دي.

د امريکا د ملي امنيت سلاکار مک‌مسټر نن دوشنبه د پاکستان پلازمېنې اسلام‎اباد ته ورسېد چې د پاکستان له ملکي او پوځي چارواکو سره به په افغانستان کې د روانې جګړې او له افغان سخت دريځو وسله‎والو د پاکستان د مشکوک ملاتړ په اړه خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG