د پکتيا ځوانان، مدني فعالان او وکيلان وايي، په اکثريت لیرو پرتو سيمو او ولسواليو کې حکومت غير فعال او د سيمې اوسېدونکي ورځ تر بلې د حکومت له ملاتړه لاس په سر کېږي.
مدني فعال او د سمون کلتوري ټولنې مشر سميعالله پيوند ازادي راډيو سره په خبرو کې د ولسواليو د خراب وضعيت لامل په ولسواليو کې د حکومتي ملکي ادارې حضور وګاڼه.
نوموړی وايي:
"له څو کلونو راهيسې مو دا غږ پورته کړی چې ولسوالۍ يوازې تر ولسوال صاحبانو او امنيه قومندانانو او امنيت مديرانو پورې محدودې دي او نه نور هلته محاکم شته نهڅارنوالۍ شته او نه نورې ادارې او انکشافي پروژې د ټولو اداراتو څانګې په ګردېز کې دي او هلته غير فعال دي او که حکومت غواړي خلک په ځان راټول کړي او ولسواليو کې وضعيت ښه شي او د خلکو اطمینان حاصل شي، ښه دا ده چې دوی ټولې ادارې په ولسواليو کې فعالې کړي او د حکومت حاکميت او اصلي څېره وښودل شي او که له خلکو څخه د امنيت په ښهوالي که مرسته غوښتل کېږي نو هغوی ته دې خدمات هم وړاندې شي داسې نهشي کېدلای چې د ټول نظام نمايندګي دې يو ولسوال وکړي."
ده دا هم وويل چې که مرکزي او ولايتي اداره په دې برخه کې جدي او له پامه ډک ګامونه وانهخلي ورځ تر بلې به د ولس او حکومت تر منځ فاصله پسې زياته شي.
همدا خبره د پکتيا ولايتي شورا رئيس ډاکتر عالمير بهرامزوی هم وکړه او ويېويل چې د دې ولايت اکثريت ولسواليو کې خدماتي اداره ضعيفه او خلک ناراضه دي.
دی زیاتوي:
"د ولسواليو وضعيت په عموم کې د خرابېدو په حال کې دی خپله په ولسواليو کې ولسوال صاحبان يا اړوند ادارې په ډېر وخت کې غير فعالې وي او په مجموع کې د ولسواليو خلک يا مربوطه سيمو خلک په ولسواليو کې له حکومته ناراضه ښکاري."
ده دا هم وويل، خلک ورځ تر بلې د حکومت له همکارۍ څخه لاس په سر کېږي او که خدماتي ساحې پراخې نهشي حکومت به له ګواښونو سره مخ شي.
ښاغلي بهرامزوی زیاته کړه:
"څو چې ولس ته خدمات ښه نهشي اداره فعاله نهشي؛ موږ نهشو کولای چې اطرافو کې دې ښه امنيت ولرو او خلک دې له حکومت سره همکار واوسي."
په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازي نواب منګل ولسواليو کې د خلکو د بېباورۍ يو لامل دا وګاڼه چې حکومتي ادارې غېر فعالې دي.
نوموړی وايي:
"ځينو ولسواليو کې واقعاً داسې واقعيت درلود، مثلاً جانيخېلو ولسواليو ته ۱۳ کاله کېږي څارنوال نهدی تللی په بله ولسوالۍ کې فعاليت کوي همدارنګه د زراعت مدير او همدارنګه د معارف له مديره شکايت موجود وو چې څلور مياشتې کېږي چې دغې ولسوالۍ ته نهدی تللی چې په ولسواليو کې اداره نهوي ايا د خلکو باور به پيدا شي."
د ده په خبره حکومت ته په کار دي د پکتيا په ټولو ولسواليو کې د ملکي خدماتي ادارې د فعالېدو لپاره ګړندي ګامونه واخلي.
د پکتيا والي وياند عبدالله حسرت وايي چې پخوا د ولسواليو په اداراتو کې د مأمورينو د حضور ستونزه موجوده وه خو اوسيې د اکثريت ولسواليو مشکل حل کړی دی.
ښاغلي حسرت زیاته کړه:
"د ويسا صاحب له راتګه وړاندې په اکثره ولسواليو کې به ولسوال صاحبان او نور مأمورين موجود نهوو خو اوس په کومو ځايونو کې د دوی د پاتې کېدو لپاره اداري تعميرونه او د اوسېدو ځايونه لرو، ټول موجود دي او ځينو ولسواليو کې لا هم ستونزه لرو چې تعميرونه نهلرو او د تعميرونو د ستونزې هواري سره به دا مشکل حل شي او د سيمې د خلکو په همکاري به د دې ستونزو حل يقيني کړو."
د چارو کتونکو په خبره له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې يوازې د پکتيا په درېيو ولسواليو کې د حکومت محاکم، څارنوالۍ او يو شمېر نورې ادارې فعال دي او په پاتې ۱۰ ولسواليو کې پرته له ولسوال، امنيه قوماندان او امنيت مديريت څخه نور ډېر کم اداري مأمورين موجود دي.
راپور: داود تپان