د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

افغان حکومت ټول هېواد کې د «خالد» په نوم پوځي عملیات پيل کړل


افغان حکومت د «شفق» پوځي عملیاتو په تعقیب په ټول هېواد کې د وسله‌والو مخالفینو د ځپلو پر وړاندې د «خالد» په نوم نوي پوځي عملیات پیل کړل.

دفاع وزارت وايي، په دغو عملیاتو کې لومړیتوبونه ښه مشخص او په ټولو عملیاتي سیمو کې عملاً په تعرضي ډول پیل شوي او تمه ده چې د ګواښونو کچه راټیټه کړي.

د یاد وزارت د لوی درستیز لومړي مرستیال مراد علي مراد د یکشنبې په ورځ په دې اړه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دا عملیات له ځان سره قوي هوايي او توپچي ملاتړ هم لري.

مرادعلي مراد.
مرادعلي مراد.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه عملیات چې پلان شوي دي د شفق د عملیاتو په تعقیب د خالد په نوم دي او دا عملیات همدا نن رسماً پیل شوي دي، په خالد عملیاتو کې ټولې سیمې او لومړیتوبونه ځانګړي شوي دي او د ګواښونو مطابق رسماً پیل شوه."

دفاع وزارت وايي چې ځواکونه به‌یې په دې عملیاتو کې د طالبانو او داعش په ګډون د شااوخوا شلو ترورېستي ډلو سره په جګړو بوخت وي چې د چارواکو په باور د ځینو هېوادونو له خوا یې ملاتړ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۱۳۹۵ کال کې افغان حکومت د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې د «شفق» او په ژمي کې د «شفق دوه» په نوم عملیات لرل.

چارواکي که څه هم په دغو عملیاتو کې مخالفینو ته د اوښتو زیانونو په اړه دقیق څه نه‌وايي، خو وايي چې سلګونه مخالفینو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې او د دوی عمده هدفونه‌یې شنډ کړي دي.

له دې سره دفاع وزارت وايي چې په سږنیو عملیاتو کې لومړیتوبونه ښه ځانګړي شوي، همغږي زیاته شوې، د ځواکونو تجهیز او سمبالښت ته کار شوی او تمه ده چې له ګواښونو ډکې سیمې به تصفیه شي.

د یاد وزارت ویاند دولت وزیري وايي، د خالد په نوم عملیاتو کې د بهرنیو ځواکونو هوايي ملاتړ او مشورې هم شاملې دي.

په ورته وخت کې د پوځي چارو کارپوه حی‌ګل سلیمانخېل وايي، افغان حکومت که د نورو ستونزو تر څنګ په تدارکاتو او اکمالاتو ډېر تمرکز وکړي د خالد پوځي عملیاتو په نتیجه کې د جګړې ګواښ کمېدای شي.

نوموړي زیاته کړه:

"په تېرو عملیاتو کې ناخوالې موجودې وې خو په دې هم سترګې نه‌شي پټېدای چې په ژمي کې د تشې ډکولو لپاره کار نه‌دی شوی، هوايي ځواکونه پیاوړي شوي او په ورته وخت کې زره دار ځواکونه لږ ډېر تجهیز شوي دي، موږ په دې باور یو چې دې کارونو او څلور کلن امنیتي پلان ته په کتو امنیتي وضعیت تغییر کوي."

له دې ټولو سره افغان حکومت داسې وخت د نویو عملیاتو د پیلېدو خبره کوي چې د ملي شورا غړو او عامو خلکو تر مرکز کابله غځېدلې جګړې او بد امنیتي وضعیت تل د اندېښنې وړ بللی دی.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG