کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر مرکزونو د تر ټولو ستر غیر اټمي بم استعمال او د مسکو د غونډې په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
هېواد:
هېواد ورځپانې لیکلي په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر مرکزونو د ستر امریکايي بم غورځول د ترهګرو ملاتړو هېوادونو ته یو ستر پیغام دی.
د همدې ورځپانې په سرمقاله کې یادونه شوې د داعش د مرکزونو ځپلو جوته کړه چې امریکا په افغانستان کې د ترهګرو ځپلو ته ژمنه ده.
دنیا:
دنیا ورځپانې په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر زلمي خلیلزاد له قوله لیکلي امریکا دې په پاکستان کې د ترهګرو پر مرکزونو هم حملې وکړي.
ورځپاڼه د ښاغلي خلیلزاد له خولې وړاندې لیکلي امریکا په افغانستان کې د بمونو مور بم کارولی دی، خو د افغانستان د ټولو ستونزو مور پاکستان دی چې امریکا او د ټرمپ اداره دې په پاکستان کې د شته وسله والو مرکزونو په اړه جدي اقدام وکړي.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې پوښتنه کړې ولې د بمونو مور بم د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې استعمال شو.
وړاندې په مطلب کې راغلي امریکا غواړي د دغه بم په استعمال سره په مسکو کې د تېرې جمعې په ورځ د افغانستان په اړه د غونډې پایلې تر پوښتنې لاندې راولي.
انیس:
د انیس د دولتي ورځپانې د سرمقالې عنوان دی د مسکو غونډه او د ګډونوالو هېوادونو کم رنګه تمې.
د لیکوال په باور دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې امریکا په افغانستان کې د بمونو مور بم د داعش په مرکزونو استعمال کړ.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي ویره ده چې د امریکا او ورسیې داسې سیالۍ او شرایط انسان دې نتیجې ته رسوي چې د مسکو په څیر غونډې کومه مثبته پایله ونه لري.
مدنیت:
مدنیت ورځپاڼې د مسکو د غونډې په اړه په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې د عمل ابتکار یا د اوضاع کنترول؟
وړاندې په سرمقاله کې راغلي د مسکو په غونډه کې ګډونوالو له وسله والو طالبانو وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
د لیکوال د معلوماتو له مخې بل خوا امریکا د مسکو غونډې ته وسله والو طالبانو ته د مشروعیت ورکونې په سترګه ګوري.
د مدنیت ورځپانې د سرمقالې د لیکوال په باور په هر حال روسیه په داسې غونډو سره غواړي په سیمه کې د امریکا مخ پر زیاتېدونکي نفوذ کنټرول ټینګ کړي.
اصلاح:
او په پای کې د اصلاح ورځپانې په سرمقاله کې راغلي د ډونالډ ټرمپ ادارې د افغانستان پر وضعیت خپل تمرکز زیات کړی.