د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

ولسوال: د ننګرهار اچین ولسوالۍ اسدخېلو سیمه کې تصفیوي عملیات پيل شوي


په ننګرهار کې یو سمه‌ییز چارواکی وايي، د افغانستان ځانګړي ځواکونه د اچین ولسوالۍ د مامند درې د اسدخېلو په سیمه کې د ماینونو او چاودېدونکو موادو په پاکولو لګیا دي.

د امریکا پوځ د پنجشنبې په ورځ خپل تر ټولو لوی، غیر اټمي بم چې د "بمونو مور" ورته ویل کېږي، د اچین ولسوالۍ په دې سیمه کې د اسلامي دولت یا داعش د وسله‌والو پر پناه ځایونو او سمڅو استعمال کړ.

د اچین ولسوال اسماعیل شینواري بېګا ازادي راډیو ته وویل، امنیتي ځواکونه سوکه خو په احتیاط پرمختګ کوي.

اسماعیل شینواري وویل:

"د افغانستان امنیتي ځواکونو عملیات پیل کړي چې د غوڅ ملاتړ مأموریت‌یې هوايي ملاتړ کوي، زموږ کوماندو ځواکونه رسېدلي څو ساحه له بمونو، نا چاودېدونکو او نورو موادو پاکه کړي، هغوی ډېر په کرارۍ دا سیمه تصفیه کوي څو په راتلونکي کې خلکو ته او دولتي ځواکونو ته خطر پېښ نه‌شي."

د اچین ولسوال زیاته کړه چې د سیمې خلکو د حملې کلک ملاتړ کړی دی.

هغه په حمله کې د داعش درېیو لویو سمڅو د ویجاړېدو او د دې ډلې د ۹۴ وسله‌والو د وژل کېدو خبر تائید کړ چې بهرني وسله‌وال او د هغوی څلور لوی قوماندانان هم په‌کې دي.

د ننګرهار اچین.
د ننګرهار اچین.

اسماعیل شینواری:

"د ابوبکر او حمزه په نوم لوی قوماندانان‌یې وژل شوي، په وژل شویو کې بهرنیان هم شته خو لکه څرنګه چې ما درته وویل، ساحه تر اوسه له ماینونو او ناچاودېدونکو موادو نه‌ده پاکه شوې، کله چې دا ساحه پاکه او تصفیه شي نو وروستي ارقام به معلوم شي، دا شمېرې نهايي نه‌دي."

د ښاغلي شینواري په وینا، د سیمې تر تصفيې وروسته به د تښتېدلو کورنیو د بیا مېشتېدو لپاره د مرستې پروګرامونه پیل شي.

اسماعیل شینواري زیاته کړه:

"د اچین خلکو د دې عملیاتو ډېر قوي استقبال وکړ، د پخوا په پرتله امنیت هم ښه شوی او ساحه د امنیت هم پراخه شوې ده، ولسونه راضي دي، کله چې د تصفيې عملیات سر ته ورسېږي، زموږ نظام ژمنه کړې چې خلکو ته به د هغوی د ژوند د ښه کولو لپاره نور او ښه خدمات هم ورسېږي."

خو د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي پرون شنبه وویل چې یو دولتي پلاوی باید په سیمه کې د رسېدلي تاوان د کتلو لپاره اچین ته ولاړ شي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان نېکلسن تر حملې وروسته وویل چې مناسبه وسله کارول شوې او سم هدف ویشتل شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ دا د خپل پوځ یو بل بریالی مأموریت بللی دی.

XS
SM
MD
LG