د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

ترکیه کې نن یکشنبه اساسي قانون کې د تعدیلاتو په اړه ټولپوښتنه کېږي


ترکیه.
ترکیه.

د ترکیې خلک نن یکشنبه د خپل هېواد د اساسي قانون د تعدیل په ټولپوښتنه کې ګډون کوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر ترکانو غږ وکړ چې د اساسي قانون د تعدیل ملاتړ وکړي.

اردوغان: په دې هېواد کې به بدلون راشي.
اردوغان: په دې هېواد کې به بدلون راشي.

هغه پرون په استانبول کې یوې غونډې ته وویل:

"زه وایم چې سبا به په دې هېواد کې بدلون راشي، زما خلک به د ترکیې جمهوري په تاریخ کې د اصلاح ستر بدلون راولي."

د نظر پوښتنو پر اساس داسې ګڼل کېږي چې د اساسي قانون د تعدیل پلویان تر مخالفانو لږ برلاسي دي.

هغوی وايي چې د قانون تعدیل به د ترکیې له ثبات او ډموکراسۍ له ودې سره مرسته وکړي.

خو مخالفین‌یې وايي چې د اساسي قانون تعدیل به د اردوغان په ګټه تمام شي، پارلمان به کمزوری کړي، قضا به سیاسي شي او د ولسمشر اجرايي صلاحیت به زیات کړي.

په ترکیه کې د تېر کال د جولای له میاشتې چې د حاکم نظام پر ضد ناکامه کودتا وشوه، اضطراري یا بېړنی حالت ټینګ دی.

هلته د کودتا تر ناکامې هڅې وروسته، لسګونه زره ترکان چې محصلین د پوهنتونونو استادان، خبریالان او مدني فعالان په‌کې دي، بندیان شوي یا له دندو لیرې شوي دي.

په ترکیه کې څو مطبوعاتي ادارې هم وتړل شوې.

په ترکیه کې د نننۍ ټولپوښتنې لپاره د ملاتړ راغونډولو کمپاینونو له یو شمېر اروپايي هېوادونو سره د انقرې اړیکې خرابې کړې.

جرمني او هالنډ د ترکیې حکومت استازو ته اجازه ورنه‌کړه چې هلته د مېشتو ترکانو تر منځ د کمپاین لپاره غونډې وکړي.

دې مسئلې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سخت په غوسه کړ.

اردوغان پرون هم په استانبول کې غونډې ته په وینا کې پر یو شمېر اروپايي هېوادونو تور پورې کړ چې د دې ټولپوښتنې مخالف کمپاین کې یې لاس درلود.

اردوغان غونډې ته وویل:

"له دې سره د هغوی څه کار؟ دا «ټولپوښتنه» له اروپايي قانون جوړونکو سره څه تړاو لري؟"

XS
SM
MD
LG