د لاسرسي لېنکونه

د مسکو په ناسته کې د سیمې هېوادونو د افغانستان له هغه درېځه هرکلی وکړ چې طالبان دې د افغانستان په مشرۍ سولې ته غاړه کېږدي.

افغان حکومت د مسکو په ناسته کې د طالبانو په ګډون د ټولو وسله والو ډلو او مخالفینو سره د خبرو اترو له لارې پر سیاسې روغې جوړې ټنیګار کړی.

افغان پلاوی په دغه ناسته کې په رښتینې سیمه ییزې همکارۍ ټینګار کړی او د افغانستان په مشرۍ يې د سولې د خبرو اترو پېلېدل مهم بللي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د دې مطلب په څرګندولو سره د شنبې په ورځ په کابل کې د يوې خبري ناستې پرمهال وویل چې د سیمې هېوادونو د افغانستان له هغه تګلارې سره چې د جنګ دوام د حل لاره نه ده همغږي لري.

شکیب مستغني.

شکیب مستغني.

نوموړي زیاته کړه:

"اکثریتو ګډونکونکو هېوادونو د افغانستان له درېځه ملاتړ وکړ او هغه دا چې د سیمې هېوادونه باید د افغانستان په اړه يوې ګډې اجماع ته ورسېږي او طالبانو ته يو قوي پيغام ورسوي چې د حل لاره خبرې اترې دي نه تاوتریخوالی."

د روسیې په مشرۍ د مسکو ناسته چې د جمعې په ورځ د اپریل په ۱۴ ترسره شوه په کې د روسیې په ګډون چین، هند، پاکستان، ایران، ترکمانستان، ازبکستان، تاجکستان، قرغېزستان، قزاقستان او افغانستان ګډون درلود.

په دغه ناسته کې د افغان پلاوي مشري د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژۍ او پالیسۍ رئیس کوله.

د افغانستان د سولې په اړه دا درېیمه ناسته ده چې د روسيې په کوربه توب په مسکو کې ترسره شوه.

که څه هم د امریکا متحدو ایالتونو په دغه ناسته له ګډون څخه ډډه وکړه خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چې د امریکا نه ګډون د سولې له بهیر د نه ملاتړ په معنی نه شي کېدای.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د ناستې ګډوانوالو د افغان پلاوي له هغه غوښتنې چې دا ډول بله ناسته دې په کابل کې جوړه شي ملاتړ کړی او تمه ده چې ډېر ژر د جوړېدونکې ناستې اجنډا او نېټه اعلان شي.

له بلې خوا د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې د افغان سولې په اړه د سیمه ییزو هېوادونو همغږي یو مثبت ګام ګڼل کېدای شي خو ټینګار کوي چې د سولې په پرروسه د لوېدځو هېوادونو ښکېلتیا د دغه پروسې په ګټه تمامېږي.

د نړیوالو چارو کارپوه داود راواش له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې که امریکا، بریتانیا او اروپا چې په افغانستان پوځي حضور هم لري هم د سولې په پروسه کې ښکېل سوله ژر ټینګېدای شي:

"يو قوی پیغام ګڼل کېدلی شي خو په هغه صورت کې چې يو شمېر نور هېوادونه چې په دغه مسئله کې دخیل دي لکه امریکا، اروپايي اتحادیه او انګلستان هم په کې برخه واخلي او په دغه بهیر کې خپل رول ولوبوي نو د سولې لپاره به ګټوره وي او سوله به ټینګ شي."

خو له دې وړاندې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د مسکو ناسته د روسیې له لورې په سیمه کې د یو اړخیز نفوذ هڅه بللې وه.

له دې ټولو سره ـ سره د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعېل قاسمیار هیله لري چې که د مسکو د ناستې ګډون کوونکي هېوادونه خپلې ژمنې عملي کړي کولای شي مثبتي پایلې ولري.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG