د افغانستان کرکټ بورډ وايي، پر محمد شهزاد محمدي د دوپینګ یا له غیر مجاز درملو د استفادې د تور پر وړاندې به له قانوني لارو چارو کار واخلي.
ای سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا په یوه بیان کې شهزاد په دوپینګ تورن کړی او د روانې اپریل ۲۶ نېټې پورې ورته وخت ورکړی چې له ځانه دفاع وکړي.
د کرکټ نړیواله شورا وايي، که محمد شهزاد محمدي تر دې نېټې پورې پر ځان د دوپینګ د تور د سپیناوي لپاره ګام وانخلي نو په نړیوالو لوبو کې به له ګډون محروم شي.
رضوان مراد په همدې اړه د کرکټ بورډ د رسنیو له مسؤل فرید هوتک سره مرکه کړې ده: