د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان اجرائیه رئیس وايي، د اسلامي هېوادونو د لا ډېرو مرستو د راجلبولو په هدف د حکومت هڅې روانې دي.

عبدالله عبدالله په کابل کې د شیخ زاید روغتون د پرانیستې په مراسمو کې د عربي متحده امارتو د مرستې څخه په مننې وویل چې د دغه روغتون پرانېسته په ډاګه کوي چې تروریستان نشي کولی په خپلو حملو د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندي د کندهار ولایت په مېلمستون کې یوې حملې د والي د مرستیال او د اماراتو د پنځو ډيپلوماتانو په ګډون ۱۲ تنه و وژل او د کندهار د والي په ګډون پنځلس تنه نور ټپیان شول.

خو د عربي متحده اماراتو حکومت له دغې حملې وروسته اعلان وکړ چې تروریستې حملې په افغانستان کې د دوی د فعالیتونو مخه نشي نیولی.

XS
SM
MD
LG