د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

حنیف بلخي: پوهنې وزارت کې لاهم فساد پر خپل ځای پاته دی


د افغانستان د پوهنې وزیر د یاد وزارت په مختلفو څانګو کې د فساد او کم کاریو له موجودیت څخه خبر ورکوي او ویلي یې دي چې ډېر ژر به اړین اصلاحات دې وزارت کې ترسره شي.

د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي بلخ ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې وویل چې د دوو کلونو په تېرېدو سره نه دی توانېدلی ترڅو په یاد وزارت کې اړین اصلاحات رامنځته کړي او فساد سره یې مبارزه بریالۍ شي.

ښاغلي بلخي وویل فساد موجود دی خو دی غواړي چې په مختلفو برخو کې وروسته جدي مبارزه پر مخ بوځي.

د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي.
د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي.

هغه وویل:

"د هڅو سربېره، د وړاندېز او زیار سربېره زه ونه توانېدم چې لا هم دلته اصلاحات هغه ډول چې ضرور و راولم، د معارف په خاطر، د دې وطن د اولاد په خاطر او د فساد د مخنیوي په خاطر، تر اوسه نه یم بریالی شوی."

د پوهنې وزیر اسدالله بلخي وايي چې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې خیالي ښوونځي فعالیت کوي او په بلخ کې هم داسې راپورونه ده له ولسوالیو څخه ترلاسه کړي چې ښايي دلته خیالي ښوونځي، خیالي معلمین او خیالي زده کوونکي موجود دي.

ښاغلی بلخي وايي چې په اکثرو ولایتونو کې یې امر نه اجرا کېږي او د معلمینو بستونه د پیسو په بدل کې په ولایتونو کې د معارف ریاستونو د چارواکو او مامورینو لخوا خرڅېږي.

د پوهنې وزیر وايي چې بلخ هم یو له هغه ولایتونو څخه دی چېرې چې د نوموړي امر نه چلېږي او بستونه د ۱۸۰۰ ډالرو په بدل کې خرڅېږي.

هغه په دې اړه وویل:

"ما امر ورکړی او خپله امضا، مې په کې وه، کس په امتحان کې هم کامیاب شوی و خو دوی نه دی مقرر کړی، د هغه چا نوم نه اخلم چې پیسې یې غوښتي، خو ما ته یې وویل چې فلان نفر ۱۸۰۰ دالر رانه وغوښتل چې کار مې وکړي، دا کار بل ځای نه په همدې بلخ معارف کې شوی."

د پوهنې وزیر وايي چې په ټول افغانستان ې د «یو اس ای ډي» او پرموت پروژو په مالي مرسته په پام کې لري چې ۳۰۰۰ ښځینه ښوونکي په مختلفو ولایتونو کې ښوونځیو ته جذب کړي.

اسدالله حنیف بلخي په ټول هېواد او په تېره بیا بلخ ولایت کې د ښوونکو د ستونزو په اړه وغږېد او زیاته یې کړه چې د معلمینو تر ټولو لویه ستونزه د سرپناه نشتون او د معاشونو ټیټوالی دی.

ښاغلی بلخي وايي چې د پوهنې وزارت په هڅه کې دی ترڅو د یاد بنسټ په مختلفو برخو کې په ټولو ولایتونو کې فساد له منځه یوسي او بند ښوونځي بېرته پرانیزي.

په همدې حال کې د بلخ ولایتي شورا مشر افضل حدید هم شکایت کوي چې د بلخ په معارف اداره کې فساد موجود دی او د ستونزې د حل په برخه کې یې د پوهنې وزیر ته وړاندېزونه کړي ترڅو پرې عمل وشي.

هغه وویل:

"د بلخ په معارف کې هم فساد موجود دی، خو د حل لارې مو جناب وزیر ته پيشنهاد کړي، د دې ترڅنګ چې د ښو کارونو ستاینه کو، خو باید ووایم ستونزې هم شته، زده کوونکي کتابونه نه لري او د معلمین د ظرفیت لوړونې ستونزه هم شته."

تر دې د مخه متحده ایالاتونو د ځانګړي مفتش ادارې یا سیګار هم په خپل یوه وروستي راپور کې ویلي چې د بلخ معارف ریاست په مختلفو څانګو کې فساد موجود دی او ډېر ښوونځیو کې ښوونکي هم په موقوع دندو ته نه حاضرېږي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG