د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

ستره محکمه تر دې وروسته د قاچاقبرانو غیرمنقولې شتمنۍ هم مصادره وي


د افغانستان د سترې محکمې عالي شورا پرېکړه کړې چې وروسته له دې به، د مخدره موادو د قاچاق کوونکو "غیرمنقولې شتمنۍ" هم مصادره شي.

پخوا تردې د مخدرو موادو د قاچاق کوونکو یوازې "منقولې شتمنۍ" مصادره کېدلې.

د دغه مرکز چارواکي وايي، د افغانستان د سترې محکمې عالي شورا پرېکړه کړې چې د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز کولی شي چې د مخدره موادو د قاچاق کوونکو د منقولو شتمنیو پر مصادره کولو سربېره، د قاچاق کوونکو غېر منقولې شتمنۍ هم مصادره کړي.

د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ویاند احمد خالد موحد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا اقدام به د مخدره موادو د قاچاق کوونکو د غیر قانوني جایدادونو او د تورو پیسو د سپینولو مخه ونیسي.

نوموړي زیاته کړه:

"د پیسو د سپینولو د منع قانون له مخې په هغه صورت کې چې د مخدره موادو پر قاچاق کوونکو ثابته شي چې غیرمنقوله شتمني یې د قاچاق له لارې لاسته راوړې، وروسته له دې، د دوی غیرمنقولې شتمنۍ لکه کورو جایداد، ځمکه او داسې نورهم د مصادرې وړ دي، د دې لپاره چې په دې برخه کې ښه مبارزه شوې وي، څارنوالۍ او محاکم کولی شي چې په خپلو څېړنو کې د قاچاق کوونکو د غیر منقولو شتمنیو په اړه تصمیم ونیسي."

سره له دې چې د ملګرو ملتو د سازمان په راپورونو کې راغلي چې افغانستان د نړۍ د مخدره موادو د لویو تولیدونکو هېوادونو په ډله کې شمیرل کېږي، خو د افغانستان له مخدره مواد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي، په دې برخه کې د دوی مبارزې لاسته راوړنې لرلې دي.

د افغان امنیتي ځوکونو لخوا نیول شوي مخدره مواد.
د افغان امنیتي ځوکونو لخوا نیول شوي مخدره مواد.

د دغه مرکز ویاند وویل، په تېرو لسو کلونو کې دغه مرکز د قاچاق کوونکو څه باندې ۱۰۰۰موټرې چې ارزښت یې لکونو ډالرو ته رسېده، مصادره کړي او همدارنګه یې یوازې په تېر لمریز کال کې د مخدره موادو د قاچاق اړوند ۴۶۳ قضیې څېړلي چې پرځینو یې جرم ثابت شوی او اوس په زندانونو کې دي.

په دغو بندیانو کې ۸ دولتي کارکوونکي، ۲۸ ښځې او ۵ بهرنیان شامل دي.

احمدي: وسله‌والې ډلې او مافیا د نشه‌يي توکو قاچاق او لېږد کې لاس لري

کاظمي: د بغلان د پخواني ښاروال موټرو کې نشه یي توکي نیول شوي

په ورته وخت کې د حقوقي چارو کارپوهان د سترې محکمې دغه اقدام ستايي او د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې یې اغېزمن ګڼي.

د دې پوهانو له ډلې قاضي محمد حسن حقیار ازادي راډیو ته وویل:

"دا ګټوراقدام دی ځکه چې په دې وروستیو کې د مخدره موادو د مافیا پېښې زیاتې شوي دي،د دې لپاره چې په دغو پېښو کې کمی راشي ښه ده چې ستره محکمه پر مجرمینو فشار راوړي او قوانین پرې پلې کړي څو له قاچاق څخه د قاچاق کوونکو لاسونه لنډ کړي."

دا په داسې حال کې ده چې راپورونه وايي، په افغانستان کې جوړشوي مخدره مواد په قاچاقي ډول، د روسیې، ایران او پاکستان له لارې تر اروپايي هېوادونو هم رسېږي.

افغان حکومت له هېواد څخه د مخدره موادو قاچاق یوه نړیواله ستونزه ګڼي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د دې لپاره چې افغانستان، د سیمې هېوادونه او نړۍ له دغې ستونزې څخه خوندي وي، نړیوالو ته پکار ده چې په دغې مبارزه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG