د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د متشبیثینو د عالي بورډ چارواکي وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې د ترانزیټ د بیې د لوړېدو لامل شوې دي.

د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن ازادي راډيو ته وویل چې پاکستان د افغان سوداګرو د توکو په صادریدو کې د ځنډ له امله د ترانزیت بیه له يو لک او دېرش زرو څخه، دوه لکه او دېرش زروکالدارو ته لوړه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان شا اوخوا دوه میاشتې وړاندې په سند ایالت کې له خونړۍ چاودنې وروسته له افغانستان سره د تورخم او سپین‎بولدک په شمول د تګ راتګ ټولې لارې د يوې میاشتې څخه ډېره موده وتړلې چې د دواړو خواوو سوداګرو ته‌ يې ډېر زیانونه واړول.

XS
SM
MD
LG