د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي، د رېل پټلۍ په وسیله د افغانستان او چین تر منځ واردات او صادرات لکه څنګه چې تمه وه نه‌ترسره کېږي.

د دغې خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي نن ازادي راډيو ته وویل ټاکل شوې وه چې دغه پټلۍ په میاشت کې دوه ځلې سوداګریز توکي د چین له هیمن ښار څخه حیرتان بندر ته انتقال کړي.

خو د د نوموړي په وینا په تېرو نېږدې اتو میاشتو کې یوازې درې ځلې د مالونو لېږد رالېږد ترسره شوی دی.

ښاغلی پسرلی زیاتوي:

"تر اوسه پورې تقریباً درې ځلې دغه د رېل محموله افغانستان ته رسېدلې ده او بېرته چین ته استول شوې ده، له هغې غاړې مو هم انتقالات درلول خو له دې لوري مو انتقالات نه‌درلودل."

نوموړي له افغانستان څخه چین ته د انتقال نه‌لرلو لاملونه د کافي صادراتي توکو نشتوالی، د ازبکستان له لوري د ځینو خنډونو جوړول او د وچو بنادرو نه‌موجودیت په ګوته کړل.

دی دغه‌راز وايي که یادې ستونزې حل شي دغه هېواد ته انتقالات او د مالونو لېږد رالېږد به ښه شي.

XS
SM
MD
LG