د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

هندوستان پاکستان سره د هاکي لوبې له کولو انکار کړی


هندوستان په مالیزیا کې د پاکستان سره د هاکي لوبې له کولو انکار کړی دی.

د ایکپسرس نیوز وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، هندۍ لوبډلې ویلي ترهغې پورې له پاکستان سره د هاکي لوبه نه کوي چې په ۲۰۱۴ میلادي کال د چمپين ټرافي لوبو پرمهال د خپل نامناسب چلند له امله بخښنه ونه غواړي.

د هندوستان هاکي فدراسیون مسؤلینو ویلي د پاکستان د هاکي لوبډلې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د چمپین ټرافي د نیمه پایلوبې پرمهال له دوی سره نا مناسب چلند کړی و.

XS
SM
MD
LG