د لاسرسي لېنکونه

د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د میوند عملیاتو په ترڅ کې د ابراهیم په نوم یو پاکستاني تبعه نیول شوی او شل کړۍ ماینونه هم کشف او خنثی شوي دي.

په هلمند کې د ٢١۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسؤل ډګرمن محمد رسول ځاځي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه عملیات په ناوې ولسوالۍ کې ترسره شوې دي.

نوموړي وويل چې په یادو عملیاتو کې د وسله والو پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.

خو په دغو عملیاتو کې د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي شوي.

XS
SM
MD
LG