د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۹

حسن روحاني د جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره ځان کانديد کړ


د ایران ولسمشر حسن روحاني راتلونکو انتخاباتو ته د نوم لیکنې پرمهال.
د ایران ولسمشر حسن روحاني راتلونکو انتخاباتو ته د نوم لیکنې پرمهال.

د ايران ولسمشر حسن روحاني چې کاري موده يې په پوره کېدو ده، ويلي د ايران د پرمختيا لپاره يې د جمهوري رياست د راتلونکو انتخاباتو لپاره ځان کانديد کړى دى.

دغو انتخاباتو ته له ځواکمنو هېوادونو سره د ٢٠١۵میلادي کال د تاريخي اټمي موافقې په باب د ټولپوښتنې په سترګه کتل کېږي.

اته شپېته کلن حسن روحاني پرون جمعه د نوم ثبتولو د دورې په څلورمه ورځ ضروري اسناد وسپارل.

په پام کې ده په ايران کې د جمهوري رياست انتخابات د مې مياشتې پر ١٩ مه وشي.

روحاني تر نوم ليکنې وروسته خبريالانو ته په وينا کې وويل چې د ايران او اسلام لپاره بيا د انتخاباتو پروسې ته راغى:

د ایران ولسمشر حسن روحاني.
د ایران ولسمشر حسن روحاني.

​"زه د ايران او اسلام لپاره بيا راغلم، له ټولو ايرانيانو غوښتنه کوم چې د ايران او اسلام لپاره بيا «د انتخاباتو» راشي."

د ايران د جمهوري رياست د ټاکنو وتلي رقيبان تمه لري چې روحاني په دغو انتخاباتو کې چلينج کړي.

په کانديدانو کې پخوانى ولسمشر محمود احمدي نژاد او د هغه نېږدې متحد حميد بقايي هم شامل دي.

دوى دواړو تېره اوونۍ ځانونه د کانديدانو په توګه ثبت کړ.

زيات څارونکي فکر کوي ابراهيم رئيسي چې يو توندلارى ملا او لوى مذهبي مشر ايت الله علي خامنه اي ته هم ورنېږدې دى، ښايي په دغو انتخاباتو کې د روحاني عمده سيال وي.

رئيسي ژمنه کړې چې د بېوزلۍ او په ايران کې د اداري فساد پرضد د مبارزې لپاره انتخاباتي سيالي پيلوي.

محمود احمدي نژاد چې په يوه محافظه کار او سخت منتقد شخصيت مشهور دى، کله چې ولسمشر و، د اسرائيل په اړه يې نظرياتو نړيوال انتقادونه پارولي وو.

د ایران پخوانی ولسمشر محمود احمدي نژاد.
د ایران پخوانی ولسمشر محمود احمدي نژاد.

په پام کې ده د جمهوري رياست د انتخاباتو لپاره د کانديدانو نهايي لېست ١٢ ورځې وروسته اعلان شي.

په ٢٠١۵میلادي کال کې د تهران پر اټمي موضوع د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره د حسن روحاني په رهبرۍ د ادارې موافقه د دې سبب شوه چې له ايرانه ځينې اقتصادي بنديزونه ليرې شي، په بدل کې يې ايران خپل اټمي پروګرام محدود کړ.

د هغې موافقې له عملي کېدو سره سم، ايران پر ګڼو هېوادونو د خپلو تېلو خرڅلاو پيل کړ او د خپل زاړه شوي تجارتي هوايي چلن د عصري کولو لپاره يې د میلياردونو ډالرو په ارزښت موافقې لاسليک کړې.

XS
SM
MD
LG