د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۷

بشارالاسد: د کیمیاوي وسلو زیرمې مو پخوا تسلیم کړي او اوس یې نلرو


د سوریې ولسمشر وايي چې د ده حکومت د خپلو کیمیاوي وسلو زیرمې ډېر کلونه مخکې تسلیم کړي او اوس کیمیاوي وسلې نه‎لري.

د بشارالاسد اشاره په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د ده هغه اقدام ته وه چې د روسیې په منځګړتوب یې نېژدې ۱۰۰ ټنه کیمیاوي، زهري مواد د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان ته وسپارل.

اسد چې پرون له فرانس پرېس خبري آژانس سره په مرکه کې خبرې کولې وویل، د ده حکومت به هېڅ‎کله له دې ډول وسلو څخه کار وانه‎خلي.

د سوریې ولسمشر بشارالاسد
د سوریې ولسمشر بشارالاسد

نوموړي زیاته کړه:

"د هېڅ حملې امر نه‎دی ورکړل شوی. موږ کیمیاوي وسلې نه‎لرو. موږ خپلې د کیمیاوي وسلو زېرمې څو کاله مخکې تسلیم کړي خو ان که مو لرلای هم کار مو نه ترې اخېست او هېڅ‎کله مو په ټول تاریخ کې له کیمیاوي وسلو کار نه‎دی اخېستی."

د امریکا متحد ایالات او متحدان یې تور لګوي چې د سوریې پوځ لس ورځې مخکې په ادلب ولایت کې د کیمیاوي وسلو په یوه حمله کې له ۸۰ زیات ملکي وګړي وژلي دي.

د بریتانیا صدراعظمې ټرزا مې پرون په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې د ادلب حمله د اسد رژیم کړې ده.

د بریتانیا صدراعظمې ټرزا مې
د بریتانیا صدراعظمې ټرزا مې

مېرمې مې زیاته کړه:

"د کیمیاوي وسلو د حملې په اړه بریتانوي پوهانو له ساحې څخه ترلاسه شوي مواد تجزیه او تحلیل کړل او په وضاحت سره یې دا وموندل چې سارین یا سارین ته ورته ګاز کارول شوي. څرنګه چې په ملګرو ملتونو کې زموږ سفیر وویل، موږ د متحدو ایالاتو په څېر باوري یو چې په غالب ګومان دا حمله د اسد رژیم کړې ده. پر دې سربېره پر دې هم باوري یو چې یوازې د اسد رژیم د داسې یوې حملې توان لري."

دمشق او متحد یې مسکو د دې حملې په اړه وايي چې د سوریي پوځ د حکومت د وسله‎والو مخالفینو پر هغې زیرمې بمباري کړې چې کیمیاوي وسلې په‎کې ساتل کېدې.

ولسمشر اسد له فرانس پرېس سره په خپله پرونۍ مرکه کې وویل چې په دې اړه بې پرې څېړنو ته به اجازه ورکړي، خو ټینګار یې وکړ چې د دې څېړنو له نتایجو باید سیاسي استفاده ونه‎شي.

له دې یو ورځ مخکې روسیې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پریکړه‎لیک ویټو کړ چې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د برید په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کوله.

په پریکړه‎لیک کې چې د روسیې د مخالفت له کبله تصویب نه‎شوه، همدا راز د سوریې له حکومته غوښتنه شوې وه چې له څېړونکو سره همکاري وکړي.

XS
SM
MD
LG