د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

افغان حکومت ته د فساد ضد مبارزې په اړه د شفافیت نړيوال سازمان ۳ طرحې


د شفافیت نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د فساد پر ضد د مبارزې لپاره ډېرې ادارې جلا کار کوي چې ترمنځ یې نه همغږي شته او نه هره اداره د اغېزمن کار لپاره خپلواکي لري.

د شفافیت نړیوال سازمان چې په دې اړه یې یوه نوې څېړنه کړې او د خپلو څېړنو راپور یې پرون خپور کړ، سپارښتنه کوي چې افغانستان کې د فساد پر ضد د اغېزمنې مبارزې لپاره باید د ګڼ شمېر ادارو په تشکیلاتو کې له بنسټه بدلون راشي.

د دې سازمان د جنوبي اسیا د برخې سلاکارې الهام محمد ازادي راډیو ته وویل، دوی د خپلو څېړنو پر بنسټ د دې ستونزې د حل لپاره افغان حکومت ته درې طرحې وړاندې کړي دي.

د مېرمن محمد په وینا د ټولو ادارو پر ځای د یوې واحدې ادارې جوړول د درې واړو طرحو په سر کې دي:

"لومړنی وړاندیز چې له افغان حکومته مو د هغه په اړه د غور غوښتنه وکړه دا دی چې د فساد پرضد د مبارزې یوه داسې نوې اداره جوړه کړي چې د اوسنیو نهو ادارو ځای ونیسي. خو دا طرح په اساسي قانون کې بدلون ته اړتیا لري او د تورنو کسانو د دریځ او موقف په اړه له ویرې یا لېوالتیا پرته د یوې خپلواکې څارونکې ادارې په توګه د کار یقيني کول یې ښايي لویې ستونزې رامنځ ته کړي."

مېرمن محمد وايي، په اساسي قانون کې د بدلون د مخنیوي لپاره دوهم وړاندیز د نهو ادارو پر ځای د دوو پیاوړو ادارو جوړول دي او که دا هم نه منل کېږي نو ټولې ادارې پر خپل حال پاتې کیدای شي خو د دې ادارو ترمنځ باید همغږي راشي او د یو بل په چارو کې دې لاسوهنې نه‎کوي.

د شفافیت نړیوال سازمان همدا راز وايي چې دې ادارو ته د څېړنو په چارو کې باید خپلواکي ورکړل شي او همدا راز د افغانستان اوسنی عدلي او قضایي سیسټم باید نور هم پیاوړی شي.

افغان چارواکو د شفافیت د نړیوال سازمان د راپور په اړه تر دې دمه څه نه‎دي ویلي خو د فساد پر ضد د مبارزې د عالي ادارې د شکایتونو د اورېدو د څانګې رئیس وحیدالله زاهد پرون د ازادي راډیو په یوه بحث کې دا تائید کړه چې د فساد پر ضد د مبارزې موازي ادارې د ستونزو باعث کېږي خو ده زیاته کړه چې د فساد پرضد د مبارزې عالي اداره خپله سټراټیژي لري او په خپلو چارو کې تر ډېره خپلواکه ده.

XS
SM
MD
LG