د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

افغان حکومت بهرنیو سفیرانو سره د سولې پر اساسي کرښو بحث وکړ


یوه لوړ پوړي افغان پلاوي او یو شمېر بهرنیو سفیرانو د افغانستان د سولې پر بهیر بحث وکړ.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وایي، په‎دې غونډه کې د افغانستان د سولې اساسي کرښې د امریکا، بریتانیا او جرمني سفیرانو او هم کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي سره شریک شوه.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند تواب غورځنګ ازادي راډیو ته د سولې د اساسي کرښو په اړه داسې وویل:

"دغه خطوط ټول هغه ابعاد، تدابیر، پالیسي او سټراټیژۍ رانغاړي چې په افغانستان کې سوله راوستلای شي. په‎دې کې داخلي اجماع، نړیواله اجماع، سیمه ییزه او نړیواله همکاري او د نړیوالې ټولنې د ملاتړ دوام په‎کې شامل دي."

د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند تواب غورځنګ
د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند تواب غورځنګ

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وایي، د دغه هېواد د سولې اساسي کرښې په دې وروستیو کې د ولسمشر محمد اشرف غني له‎خوا طرح شوي دي.

دا غونډه د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ جوړه شوې وه چې د ملي امنیت رئیس محمد معصوم ستانکزی، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشراکرم خپلواک هم ګډون په‎کې کړی وو.

تواب غورځنګ وویل چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او هم د نورو هېوادونو سفیرانو د افغانستان د دې طرحې څخه د نړیوالې ټولنې ملاتړ څرګند کړ.

په افغانستان کې د سولې د اساسي کرښو تطبیق په‎دغه هېواد کې د سولې او ثبات په ټینګښت څومره اغېز کولای شي؟

یو مدني فعال عزیز رفیعي دې پوښتنې ته داسې ځواب لري:

مدني فعال عزیز رفیعي
مدني فعال عزیز رفیعي

"په هغه صورت کې چې دا پروګرام د افغانستان د خلکو ملاتړ ولري، بې له شکه چې بریالۍ کیدای شي. له بده مرغه افغانستان کې پروګرامونه له سلا مشورو او خلکو ته په نه پاملرنې سره تصویب کېږي. که ټاکل شوې وي افغانستان کې د سولې مذاکراتو او د روغې جوړې د مسایلو په اړه یوه ملي اجماع رامنځته شي او د افغانستان خلک په هغه کې برخه ولري او نظریات یې شامل وي، په هغه صورت کې نتیجه ورکوي."

د افغانستان حکومت هیله ښیې چې له نویو هلو ځلو سره د افغانستان د سولې بهیر پیاوړی او جګړې او تاوتریخوالی کم شي.

د افغانستان د سولې اساسي کرښې داسې مهال له بهرنیو سفیرانو سره شریک کېږي چې تمه ده د جمعې په ورځ مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه یوه غونډه جوړه شي.

XS
SM
MD
LG