د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د ژورنالیستانو شورا له جمهوري ریاست څخه وغوښتل چې د ولسمشر د مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي دنده دې وځنډوي.

د دغې شورا مرستیال امان الله جهانیار نن کابل کې په یوه خبري غونډه کې ښاغلي مرتضوي تورن کړ چې له ژورنالیستانو او رسنیو سره توپيري چلند کوي:

"د ارګ له لوري د ژورنالیستانو سپکاوی بل هغه مورد دی چې ژورنالیستان ورباندې اعتراض لري، د افغانستان د ژورنالیستانو شورا د جمهوري ریاست له مقامه غواړي چې د مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي دنده دې وخنډوي."

جمهوري ریاست په دې اړه له تبصرې کولو څخه ډده وکړه.

روانه اوونۍ د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د تلویزیون په یو بحث کې ځینو ژورنالیستانو ته د کچالو پلورنکي خطاب کړی و چې د ژورنالیستانو د مدافعې ټولنو غُصه یې را وپاروله.

XS
SM
MD
LG