د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

د نوري فایبر شبکه تر کونړ ولایته هم ورسېده


د افغانستان ولایتونو ته د نوري فاییر د شبکې د رسولو او فعالولو په لړ کې دغه شبکه د کونړ سرحدي ولایت ته هم ورسېده او په کې فعاله شوه.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر سید احمد شاه سادات د چهارشنبې په ورځ دغه شبکه د کونړ ولایت مرکز اسعداباد ښار کې پرانېسته.

ښاغلي سادات د اسعد‎اباد په ښار کې د نوري فایبر د شبکې د پرانیستلو پر مهال د سیمې د خلکو په ناسته کې وویل، دغه شبکه به د کونړ ولایت اوسیدونکو ته په تعلیمي، روغتیايي، سوداګریزو او د ښې حکومتوالۍ په چارو کې اسانتیاوې برابرې کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر سید احمد شاه سادات
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر سید احمد شاه سادات

نوموړي وویل:

"د نوري فایبر دغه پروژه چې نن مو کونړ ولایت کې افتتاح کړه، د دغه ولایت پوهنتون او ښوونځي به ورسره ونښلوو، په بریښنايي حکومتوالی کې هم ورسره مرسته کوو، د کونړ خلک به له بریښنايي پوستي سیسټمه هم برخمن شي او د دغه ولایت په هغو سیمو کې چې مخابراتي پايې په کې نشته، هلته به شل نورې پاېې نصب کړو."

ښاغلي سادات وویل، د کونړ ولایت د نوري فایبر شبکه د ننګرهار ولایت د جلال‎اباد له ښاره د کونړ ولایت تر مرکز اسعداباده پورې ۹۶ کیلو متره اوږدوالی لري، په ۱۵میاشتو کې بشپړه شوې او څه کم درې میلیونه ډالره پرې لګیدلي دي.

د مخابراتو وزارت د معلوماتو له مخې پخوا تردې د نوري فایبر د شبکې د غځولو په لومړي پړاوو کې د کابل په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې دغه شبکه فعاله شوې چې۷۰ میلیونه ډالره لګښت پرې راغلی او په دوهم پړاو کې په جنوبي ولایتونو لکه لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست کې هم فعاله شوې چې ۱۲ میلیونه ډالره لګښت پرې راغلی دی.

د مخابراتو وزارت چارواکي وايي، سربېره د هېواد پر ولایتونو، اوس د هېواد د نوري فایبر شبکه له ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان، ایران او پاکستان سره نښلېدلې او راتلونکو دوو کلونو کې به د بدخشان ولایت له لارې، له چین سره هم ونښلول شي.

د مخابراتي چارو پوهان ټینګار کوي چې افغانستان دې د نوري فایبر له لارې د سیمې او نړۍ له ډېرو هېوادونو سره ځان وصل کړي ځکه دا کاربه په هېواد کې د انټرنیټي خدمتونو کیفیت ښه او بیې به یې راټیټي کړي.

د دې کارپوهانو له ډلې اسرار کریمزي ازادي راډیو ته وویل، د مخابراتو وزارت باید یوازې ولایتونه نه بلکې ولسوالۍ هم په پام کې ونیسي.

نوموړی وايي:

"دا یو نیک اقدام دی چې د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د نوري فایبرشبکه وغځېږي، موږ ته ضرور ده چې د مرکزي اسیا له نورو هېوادونو سره ځان وصل کړو ځکه چې د انټرنیټ بیې لوړې دي. ولایتونه به له دې شبکې سره وصل وي خو مهمه دا ده چې موږ وکولای شو تر کلیو پورې هم دغه شبکه وغځوو."

د افغانستان د مخابراتو وزارت دا هم وايي، کونړ ولایت ته د نوري فایبر د شبکې په رسېدو سره یوازې ۹ ولایتونه پاتې شول چې پلان ورته ترتیب شوی او یاده شبکه به تر راتلونکو دوو کلونو پورې، دغو ولایتونو ته هم ور ورسېږي.

پخوا تر دې د مخابراتو وزارت ویلي و چې اوس‎مهال شاوخوا شل میلیونه افغانان موبائیل ټیلیفونونه او څه باندې څلور میلیونه انټرنیټ کاروي چې اکثرو دغو خلکو د مخابراتي خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایتونه کړي دي.

خو د مخابراتو وزارت وايي، د وخت په تېرېدو سره به د مخابراتي شبکو ترمنځ د سالمو رقابتونو په نتیجه کې شته ستونزې کمې، د مخابراتي خدماتو کیفیت به ښه او بیې به یې راټیټې شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG