د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

فیصل: ولسي جرګې ته به نوي نوماند وزیران د وړتیا پر بنست معرفي شي


د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، د سرپرست وزیرانو پرځای ولسي جرګې ته به نوي نوماند وزیران د وړتیا او تجربې پر بنست معرفي شي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د پنجشنبې په ورځ کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، په دې برخه کې د دولت د چاراکو ترمنځ هېڅ ډول اختلاف نشته او په اړه بحثونه روان دي.

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"له څو اونیو راهیسې د حکومت د مشرانو ترمنځ بحثونه دوام لري چې د وزارتونو لپاره ولسي جرګې ته نوي نوماندان معرفي کړي او په دې پروسه باندې کار پیل شوی دې. دې برخه کې دولت هم نظره دی او هېڅ ډول اختلاف نشته. "

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل

د افغانستان ولسي جرګې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې ۱۶ وزیران د اویا سلنې بودجې د نه لګولو له کبله استیضاح او له دې ډلې یې اووه تنه سلب صلاحیت کړل.

که څه افغان حکومت دغه موضوع د تفسير لپاره سترې محکمې ته راجع کړه خو سلب صلاحیت شویو وزیرانو ته‌يې د کار د دوام دستور ورکړ.

د دغو وزیرانو سربېره د کانونو او پټرولیم، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، د قومونو او قبایلو او د اطلاعاتو او کلتور وزارتونه هم د سرپرستانو له‎‌خوا اداره کېږي.

د افغانتسان د ولسي جرګې اداري پلاوي که څه هم څو ځلي د دغو وزارتونو لپاره د نویو کاندید وزیرانو د معرفي کېدو غوښتنه کړې خو افغان حکومت لاتر اوسه نه‎دي بریالي شوی چې دغو وزارتونو ته نوي کسان معرفي کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې منشي قادر ځاځې وطندوست د نویو نوماند وزیرانو پر وړتیا ټینګار کوي وايي، ولسي جرګه به هغو کسانو ته د اعتماد رأیه ورکړي چې د اړوندونو وزارتونو لپاره کافي تجربه ولري.

نوموړی وايي:

" د ولسي جرګې د وکیلانو لپاره مهمه د دوی کاري سابقه او مسلک دی، که داسې کسان اوسي او ریښتا هم د مسلک او وړتیا پر بنسټ معرفي شي امکان لري چې ولسي جرګه ورته اعتماد رأیه ورکړي. "

هاخوا یو شمېرکارپوهان بیا د نویو نوماند وزیرانو پر بې‎پريتوب ټینګار کوي وايي چې دغه کسان باید د سهم پر بنست اړوندو وزارتونو ته معرفي نه‎شي.

د چارو کارپوه او د پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد فیض‎الله جلال هم وايي چې د حکومت مشران باید هغو کسانو ته مراجعه وکړي چې وړتیا یې لري نه دا چې نوي نوماند وزیران له خپلو ټیمونو څخه غوره کړي.

راپور: عبادالله حنان زی

XS
SM
MD
LG