د افغانستان د علماوو شورا وايي، که د جمعیت العلما پاکستان مشر د افغانستان د حالت په اړه په رښتیا هم کومه شرعي پرېکړه غواړي نو د دغه هېواد دیني عالمان دې یوې دیني او علمې مناقشې ته ځان چمتو کړي.
د دغه شورا ویاند محمد قاسم حلیمي د پنجشنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال کابل کې خبریالانو ته وویل چې د مولانا فضلالرحمن څرګندونې مغرضانه او له فتنې ډکې دي.
نوموړی وايي:
"که فضلالرحمن د افغانستان د روان حالت په اړه په رښتیا سره کومه شرعي پرېکړه غواړي نو د پاکستان واقعي او له خدایه ویرېدونکې علماء دې د اسلامي نړۍ د مشهورو او جیدو علماوو په ګډون د افغانستان د علماوو سره په یوه علمي مناقشه کې ګډون وکړي. "
ښاغلي حلیمي مولانا فضلالرحمن یو دیني عالم نه بلکې د پاکستان د استخباراتو غړی وبللو او وېې ویل چې د پاکستان د دغه بې ثباته سیاسي لېډر خبرې هېڅ ډول دیني او علمي ارزښت نهلري.
د یادونې ده چې شاوخوا دوه کاله مخکې د کابل په شاه شهید سیمه کې تر یوې درنې چاودنې وروسته د کابل د علماوو شورا هم د پاکستان د حکومت پر وړاندې جهاد فرض ګنلی و.
د پاکستان د جمعیتالعلماء اسلام مشر مولانا فضلالرحمن څو ورځې وړاندې د دغه ګوند د سلمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي، ترکومه چې بهرني ځواکونه افغانستان کې مېشت وي، هغه هېواد کې سوله نهشي راتلی.
ده دا هم ویلي چې افغانستان کې د طالبانو واکمني د خلکو د خوښې واکمني وه.
که څه هم له دې وړاندې د مولانا فضلالرحمن ترڅنګ یو شمېر مشهورو پاکستاني عالمانو د افغانستان په اړه له کینې ډکې څرګندونې کړي او د افغان حکومت او دیني عالمانو له خوا غندل شوي خو دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د علماوو شورا پاکستاني عالمانو ته د مخامخ علمي او دیني مناقشې بلنه ورکوي.
په ورته وخت کې د افغانستان ولسي جرګې د افغانستان د علماوو شورا د دغه خبرې هرکلی او ملاتړ وکړو خو وېې ویل چې هېڅکله به پاکستانی عالمان مخامخ مناظرې ته حاضر نهشي.
د دغه شورا د دیني او فرهنګي کمېسیون غړي عبدالخالق بالاکرزي د پنجشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"دا ډېر پرځای او مثبت ګام دی چې زموږ علماوو پورته کړی دی او پاکستاني عالمانو ته یې چېلېنج ورکړی چې دوی دې له موږ سره په یوه علمي مناظره کې مخامخ خبرې وکړي، زه د دې ګام ملاتړ کوم. "
د افغانستان یو شمېر دیني عالمان له افغان دولته غوښتنه کوي چې د مولانا فضلالرحمن د دغه ډول مسلسلو څرګندونو په اړه باید په راتلونکې اسلامي نړیوال کنفرنس کې رسمي شکایت وکړي.