د لاسرسي لېنکونه

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د هاوان مرمۍ درې ملکیان ټپيان کړي دي.

د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون رئیس ډاکټر امین‎الله توخي نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ولایت مرکز ترینکوټ اړوند کرم کارېز نومې سیمي څخه ورته نن یوه ښځه او دوه ماشومان ور وړل شوي چې په خبره يې په یوه کور کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله ټپیان شوي وو.

نوموړی وايي چې دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې خو وايي چې د ټپیانو روغتیايي حالت اوس ښه دی.

له دې سره د دغو ټپي شوېو مېرمنې او ماشومانو خپلوان وايي چې دغه د هاوان مرمۍ د ملي اردو له‎خوا توغول شوی او په کور لګیدلی چې درې تنه يې ټپیان کړي.

دوی له دولته غوښتنه وکړه چې دغه پېښه وڅیړي او له عاملینو سره قانوني چلند وکړي.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایت د ملي اردو د څلورمې پلي لېوا مسؤلین د ملکي کسانو دغه اعاوې ردوي او وايي چې دا زموږ له خوا نه‎دی توغول شوی.

د یادونې وړ ده چې پنځه ورځې دمخه هم د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله ۵ ښځې او ماشومان ټپيان شوي وو.

XS
SM
MD
LG