د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

نیوزویک: له سوريې وروسته امريکا او روسيه افغانستان کې سره نښته کوي


په نړیوالو خپرونو کې د افغانستان په اړه ډېرې مقالې خپري شوي دي.

امریکايي نيوزويک خپرونې راپور ورکړی چې سرليک يې دی: وروسته له سوريې، امريکا او روسيه په افغانستان کې له يو بل سره نښته کوي.

د دې مقالې ليکونکی په دې باور دی چې د واشنګټن او مسکو نښته به د افغانستان د سولې د پروسې پر سر وي.

مسکو به د جمعې په ورځ د افغانستان د سولې په اړه د کنفرانس کوربه وي خو امریکا په دې کنفرانس کې له ګډونه ډډه کړې ده.

سټارز اينډ سټرايپس:

يوې بلې امریکايي خپرونې سټارز اينډ سټرايپس راپور خپور کړی دی چې د افغانستان د سولې په اړه کنفرانس کې د روسیې د پريکړې سره امکان شته چې د روسیې او امریکا روابط تردې هم ترینګلي شي.

سټارز اينډ سټرايپس لیکلي دي چې روسيې په افغانستان کې خپلې ډیپلوماټيکې هلې ځلې زیاتي کړي دي او ادعا کوي چې له دې کاره يې هدف منځنۍ اسیا ته د نا ارامۍ د ورتګ مخنیوی دی.

خو د ورځپاڼې په وينا، امریکايي چارواکي باور لري چې د روسیې د داسې اقداماتو هدف په افغانستان کې د ناټو ماموریت تر پوښتنې لاندې راوستل دی.

سټارز اينډ سټرایپس ان دا لیکلي چې امریکايي چارواکي په دې باور دي چې طالبانو ته د وسلو مرستې د روسیې د همدغو هڅو برخه دي.

افغانستان ته د امریکا د نظامي مرستو خبره له اېن. پي. ار. يا امريکا د ملي راډيو سره د امریکا د بحري يا مرين ځواکونو د یوه جنرال راجر ترنر په مرکه کې شوې ده.

ټاکل شوې ده د روانې میاشتې تر پايه به ۳۰۰ امریکايي مرین سرتېري هلمند ولایت ته ولېږل شي.

د دې مرکې په غږېزه بڼه کې چې د اېن.پي ار. پر وېب‎پاڼه شته، جنرال ټرنر وايي، د دغو سرتېرو ماموریت افغان نظاميانو ته مشورې او روزنه ورکول دی.

خو په یوه بل سرليک کې لولو چې په افغانستان کې به تر ۲۰۲۰ کال پورې امریکايي ځواکونو ته اړتیا نه‎وي.

امریکايي خپرونه يو اس اې ټوډې دغه سرلیک په امریکا کې د افغانستان د سفیر حمدالله محب د خبرو پر اساس ليکلی دی.

ښاغلي محب دغې ورځپاڼې ته ويلي چې تر ۲۰۲۰میلادي کال پورې به موږ هغه څه لاسته راوړو چې غواړو يې او جګړه به تر ډېره بريده يوازې افغانان پر مخ وړي.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د خلکو نظرياتو ته په ځانګړې برخه کې يوه جالبه مقاله خپره کړې ده چې د يوې افغانې ښځې د تجربو يادونه کوي.

ناجيه کریمي د دې مقالې په سرلیک کې دا پوښتنه کړې چې د يوې ښځې لپاره تر ټولو خطرناک هېواد کوم يو دی؟

لیکوالې د دې پوښتنې ځواب کې افغانستان ته په اشاره ليکي چې دا په‎خپله یوه افغانه ده او د دې د کورنۍ غړو او د افغانستان مخکیني نسل تر اوسنيو ښځو ډېره ازادي درلوده.

د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په دې مقاله کې ناجيه کریمي ليکي چې اوس شپېته فیصده شپاړس کلنې افغانې نجونې په زوره وديږي او يوازي پنځلس فیصده نجونې زده کړې کوي.

کریمي د دې مقالې په يوه برخه کې لیکي چې زموږ لپاره هيڅ خوندي ځای نشته او کله چې وغواړو تغير راولو، خپل ځان به مو په خطر کې اچولی وي.

XS
SM
MD
LG