د لاسرسي لېنکونه

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ریکس ټېلرسن لیدنې کتنې نېژدې دوه ساعته دوام وکړ.

دا غونډه پرون په مسکو کې وشوه. وروسته تردې چې واشنګټن په سوریه کې د بشارالاسد رژیم د کیمیاوي وسلو په استعمال تورن کړ، د واشنګټن او مسکو اړیکې ترینګلي شول.

امریکا وویل چې د بشارالاسد رژیم چې روسیه یې ملاتړ کوي، په کیمیاوي وسلو تر ۸۰ ډېر کسان وژلي او په لسګونو نور یې ټپیان کړي دي.

د ولسمشر پوتین او رېکس ټېلرسن د خبرو ډیر جزئیات نه‎دي خپاره شوي.

XS
SM
MD
LG