د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

سپیدار: بهرني کارګر افغانستان کې کار کوي خو افغانان بېکاره دي


افغان حکومت وايي، د مسلکي زده کړو کمښت د دې سبب شوی چې په افغانستان کې د افغانانو پر ځای بهرني وګړي کار وکړي.

د حکومت اجرائیه رئیس وايي، په داسې حال کې چې لکونه افغانان بېکاره دي خو په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو وګړي مزدوري کوي.

عبدالله عبدالله چې د چهارشنبې په ورځ یې په کابل کې د مسلکي او تخنیکي زده کړو د مرکز جوړېدو په پرانېست غونډه کې ګډون کړی و وايي، د مسلکي زده کړو کمبود د دې سبب شوی چې د بېکارۍ کچه لا لوړه شي.

نوموړي زیاته کړه:

عبدالله عبدالله.
عبدالله عبدالله.

"د مسلکي او تخینکي زده کړو څخه پرته د یوې ټولنې اړتیاوې پوره کېدای نه شي، نن نجار، رنګمال او نور کارکونکي له ګاونډيو هېوادونو راځي چې لسګونه زره کسان کېږي خو په ورته وخت کې سلګونه زره افغانان بېکاره دي."

د حکومت اجرائیه رئیس داسې وخت دا څرګندونې کوي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمېرو له مخې دا وخت په افغانستان کې ۱ اعشاریه ۹ میلیونه خلک په مطلق ډول بېکاره دي.

د راپورونو له مخې هر ورځ سلګونه ځوانان د مزدورۍ په خاطر ایران، پاکستان، ترکېې او ځينې نورو هېوادونو ته ځي خو په کور د ننه ورته بیا کار نه پیدا کېږي.

دا چې څومره بهرني کارګران په افغانستان کې په کارونو بوخت دي دقیقي شمېرې يې معلومې نه دي.

خو افغان حکومت ټینګار کوي د مسلکي زده کړو په برخه کې پانګونه تر یوې کچې د بې کارۍ ستونزه کمولای شي.

په کابل کې د چین سفیر یوجین چې د هېواد په مرسته یې دا مرکز جوړېږي وايي، له افغانستان سره ښه همکاري لري او ګڼې پروژې عملي کوي.

په افغانستان کې د چین سفیر.
په افغانستان کې د چین سفیر.

نوموړي زیاته کړه:

"د چین دولت له افغانستان سره ځانګړې همکاري لري، موږ غواړو چې د یوه ګډو پرمختګ شاهدان وو."

دا په داسې حال کې چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د معیاري مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

دا مرکز د افغان ټکنالوژۍ په مرکز کې د چین د ۳۴ اعشاریه ۵ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG