د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

امریکا او روسیه تر سوریې وروسته افغانستان کې ټکر کې شوي


د امریکا او چین مشرانو د شمالي کوریا د کړکېچ د سوله ییز حل په اړه خبرې وکړې.

وروسته له دې چې امریکا وویل، د کوریا ټاپووزمې ته الوتک وړونکې بېړۍ او یرغلیزه ډله لېږي، شمالي کوریا خبرداری ورکړ چې پر امریکايي هدفونو به اټمي حمله وکړي.

د روسیې او امریکا ترمنځ په اړیکو کې ترینګلتیا نور له منځني ختیځ او د سوریې له خوا د کیمیايي وسلو له حده اوښتې ده.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، اوس د افغانستان د سولې پروګرام د دواړو هېوادونو ترمنځ په اختلافاتو کې یوه بله زیاتونه ده.

ټاکل شوې ده چې د راتلونکې جمعې په ورځ په مسکو کې د افغانستان په اړه کنفرانس جوړ شي.

په دغه کنفرانس کې امریکا ګډون نه کوي خو پاکستان، چین، هند، افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه دې غونډې ته بلل شوي دي.

امریکا ویلي، په دې خاطر د مسکو په کنفرانس کې ګډون نه کوي چې د روسیې په نیت نه پوهېږي.

د مسکو په غونډه کې د واشنګټن نه‌ګډون

د دسمبر له میاشتې را په دې خوا دا څووم کنفرانس دی چې د افغانستان په اړه په مسکو کې جوړېږي.

مسکو.
مسکو.

په لومړۍ غونډه کې د افغانستان له ګډونه پرته روسیې، چین او پاکستان برخه لرله خو په دوهمه کې یې افغانستان هم ګډون کړی و خو افغانستان ټیټ پوړی استازی ورلېږلی و.

د افغانستان د ولسي جرګې ځیني غړي او دغه راز یو شمېر امریکايي چارواکي باور لري چې روسیه له طالبانو سره پوځي مرسته هم کوي.

جنرال سکاپاروتي: د طالبانو ترمنځ د روسیې نفوذ زیات شوی

روسیه دا خبره ردوي، وايي، د افغانستان د سولې د پروسې د بریالیتوب لپاره یې له طالبانو سره تماسونه نیولي او غواړي چې د افغانستان بې ثباتي د منځنۍ اسیا هېوادونو ته خپره نه شي.

خو د افغانستان د ولسي جرګې دوهم مرستیال محمد نذیر احمدزی وايي چې له طالبانو سره د روسیې د ملاتړ کره اسناد شته.

ښاغلي احمدزي همداراز وویل، په کابل کې د روسیې سفیر له ځینو افغان چارواکو او سیاستوالو سره کتنې کړي او هغوی یې د امریکا خلاف هڅولي دي.

د امریکا د دفاع جیمز متېس او د امریکا د مرکزي قوماندان جنرال جوزیف ووټل وزیر په شمول یو شمېر چارواکي باور لري چې روسیه له طالبانو سره مالي مرسته او حتي وسلې ورکوي.

جنرال سکاپاروتي: د طالبانو تر منځ د روسیې نفوذ زیات شوی

نیویارک ټایمز په یوه راپور کې ویلي، په داسي حال کې چې په اروپا کې د ناټو او روسیې اختلاف زیات شوی، له سخت دریځو سره د روسیې مرستې په سیمه کې د ناټو ځواکونو ته ګواښ پېښوي.

XS
SM
MD
LG