د لاسرسي لېنکونه

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وایي، په دیاربکر ښار کې د پولیسو پر یوه مرکز پرونۍ مرګونې چاودنه یو تروریستي برید وو.

نوموړي له هابرتورک تلویزیوني چینل سره په خبرو کې ویلي چې دا برید د هغه تونل له لارې شوی چې د پولیسو د دغه مرکز تر ودانۍ لاندي کېندل شوی وو.

د دې هېواد روغتیایي مسؤلین وایي د برید په نتیجه کې درې تنه وژل شوي دي.

سویلو وړاندې ویلي وو چې په دې حمله کې بهرني ځواکونه ښکېل نه دي او دا یې هم ویلي وو چې د پولیسو د مرکز په یوه ګاراژ کې د ترمیم کاریو له کبله دا چاودنه شوې ده.

په داسې حال کې چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د واک د ډېرېدو په اړه پلان شوي ریفرانډم یا ټول پوښتنې ته یوازي څو ورځې پاته دي، دې حملې په ترکیې کې امنیتي اندیښنې ډېرې کړي دي.

XS
SM
MD
LG