د لاسرسي لېنکونه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، ځینې کسان که د اسلامي دولت ډلې سره یوځای کېږي، خپل روسي هویت له لاسه ورکوي.

پوتین له میر ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي چې روسیه نه غواړي د قزاقستان په څېر اقدام وکړي چې هغوی د اسلامي دولت ډلې مشکوک غړي لا هم د قزاق وګړو په توګه پېژني.

ولسمشر پوتین زیاتوي د روسیې اساسي قانون روسان له خپل هویته نه محروموي، خو که هغوی له اسلامي دولت ډلې سره یوځای شي، نو دوی به خپل روسي هویت له لاسه ورکړي.

د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایف پرون ویلي و چې یوه مسوده د چمتو کېدو په حال کې ده چې له مخې یې مقامات کولای شي له قزاقي وګړیتوب څخه مشکوک تروریستان او تُندلاري وباسي.

XS
SM
MD
LG