د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې، پولي تخنیک پوهنتون او د ارین روز شرکت له لوري نن په کابل کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنۍ نندارتون پرانیستل شو.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال محمد یونس مومند نن د دغه نندارتون د پرانیستې پرمهال وویل.

دغه نندارتون د کابل په پولي تخنیک پوهنتون کې پرانیستل شوی.

په دغه نندارتون کې نېږدې نوي شرکتونو په ۱۰۴ غرفو کې خپل تولیدات ننداری ته اېښې دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، د دغه نندارتون له پرانیستلو نه هدف له کورنيو تولیداتو او محصولاتو څخه ملاتړ دی.

XS
SM
MD
LG