د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

احمدزی: کابل کې د روسيې سفیر د طالبانو په پلوي او د نظام ضد څرګندونې کوي


د افغانستان د ولسي جرګې دوهم مرستیال ادعا کوي، کابل کې د روسیې سفیر د کابل ښار په «کارتې سې» او «کارتې چهار» سیمو کې مېلمستونونه فعال کړي او مېلمنو ته په‌کې د امریکا او افغان حکومت پر ضد تبلیغات کوي.

محمد نذیر احمدزي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دې مېلمستونونو ته د ملي شورا یو شمېر غړي هم وربلل شوي وو.

د ښاغلي احمدزي په خبره غونډو ته وربلل شویو ځوانانو ته ویل کېږي چې طالبان د افغانانو لپاره ګواښ نه بلکې، د امریکایانو په لاس جوړ اوسنی نظام او افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه ستاسو لپاره ستونزه ده.

نذیر احمدزی: طالبانو سره د روسیې د پوځي همکارۍ په اړه کره شواهد لرو

د افغانستان د ولسي جرګې دویم مرستیال محمد نذیر احمدزی
د افغانستان د ولسي جرګې دویم مرستیال محمد نذیر احمدزی

ښاغلي احمدزي زیاته کړه:

"د روسیې سفیر په خپله له خلکو سره ګوري، دوی د پارلمان وکیلان او ان قومي مشران غواړي په «کارتې سې» او «کارتې چهار» کې یې مېلمستونونه پرانیستي، څوک چې وغواړي هغوی ته وایي، ستاسو ستونزه له افغان نظام او امریکایانو سره ده، طالبان ستاسو لپاره کوم ګواښ او مشکل نه‎دی، دې مورد کې اسناد موجود دي هر وخت چې وغوښتل شو، موږ یې ارائه کولای شو."

دا په داسې حال کې ده چې د سې شنبې په ورځ د ارزګان امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت هغو سیمو کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي څو تنه روسي پوځیان د ډاکترانو په جامه کې لیدل شوي دي.

سنګری: د ارزګان روانه جګړه کې روسي جنرالان ښکېل دي

د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري
د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري

​دا لومړی ځل نه‎دی چې د افغانستان چارو کې د روسیې د لاسوهنو په اړه دا ډول څرګندونې کېږي، بلکې له دې وړاندې اروپا کې د ناټو د غړو هېوادونو قوماندان کورتیس سکاپاروتي ویلي و په دې وروستیو کې افغانستان کې د وسله‎والو طالبانو تر منځ د روسیې نفوذ مخ په زیاتېدو دی.

که څه هم د ولسي جرګې د دوهم مرستیال د تازه څرګندونو په اړه روسي چارواکو غبرګون نه‎دی ښودلی خو درې ورځې مخکې کابل کې د روسیې سفارت دا راپورونه رد کړل او یو وار بیا یې ټینګار وکړ چې دوی له طالبانو سره هېڅ ډول مرسته نه‎کوي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغان حکومت نظر هم واخلو، خو بریالي نه‎شوو.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي و چې له طالبانو سره د روسیې د پوځي مرستو په اړه افغانستان کې د اشخاصو او افرادو له‌خوا ادعاوې د هغوی شخصي نظر دی او د افغانستان حکومت رسمي نظر نه‌څرګندوي.

ازاد: طالبانو سره د روسيې د مرستو ادعاوې د افغان حکومت رسمي نظر نه‌دی

بل لور ته د نړیوالو چارو افغان کارپوهان وايي، دا چې د نړۍ او افغانستان حالت بل پړاو ته ځي، روسان هڅه کوي چې په بېلابېلو تکتیکونو د افغانستان په چارو کې ښکېله پاتې شي.

د دغو کارپوهانو له ډلې انتظار خادم وايي، افغان حکومت مسؤلیت لري چې د خپلواکۍ د ساتلو لپاره له قانوني لارو د روسي ډیپلوماتانو د کړنو او تبلیغاتو مخه ونیسي.

افغان چارواکي ولې د طالبانو او روسیې پر همکاریو بېلابېل نظرونه لري؟

د نړیوالو چارو کارپوه انتظارخادم
د نړیوالو چارو کارپوه انتظارخادم

نوموړی وايي:

"موږ حق لرو چې له داسې کسانو سره قانوني چلند وکړو، ځکه دوی هر ډول تقابل، افراط او تعامل چې د افغانستان حکومت ترې خبر نه‎وي دا کړنې له سرو کرښو نه اوښتل دي او د افغانستان د امنیت، ثبات، خپلواکۍ او اقتصادي پراختیا پر وړاندې خنډ کېدای شي، زموږ مسؤلیت دی چې د روسانو مخنیوی وکړو."

ښاغلی خادم پر افغان حکومت انتقاد کوي چې ګونګه او نامعلومه بهرنۍ پالېسي مخې ته وړي چې ځینو هېوادونو ته‌یې د لاسوهنې زمینه برابره کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې هېواد او روسیې د دولتونو او ولسونو تر منځ روابط پر مستقیمو، رغوونکو او شفافو دوه اړخیزو اړیکو ولاړ دي او افغانستان له ټولو هېوادونو سره شفافه او دوستانه پالېسي لري.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG