د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

ازاد: طالبانو سره د روسيې د مرستو ادعاوې د افغان حکومت رسمي نظر نه‌دی


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره د روسیې د پوځي مرستو په اړه افغانستان کې د اشخاصو او افرادو له‌خوا راپورته شوې ادعاوې د هغوی شخصي نظر دی او د افغانستان د حکومت رسمي نظر نه‌څرګندوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې له روسیې سره د افغانستان پر ښې دوستۍ ټینګار وکړ او زیاته‌یې کړه، د افغانستان او روسیې د دولتونو او ولسونو تر منځ روابط پر مستقیمو، رغونکو او شفافو دوه اړخیزو اړیکو ولاړ دي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، له طالبانو سره د روسیې د مرستو په اړه ادعاوې د اشخاصو او افرادو نظرونه دي او د افغانستان د حکومت رسمي دریځ نه‎دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد

نوموړي وویل:

"افغانستان یو ازاد او ډموکراتیک هېواد دی. دلته طبعاً افراد او اشخاص د خپلو موندنو پر بنسټ نظرونه او لیدلوري وړاندې کوي چې دا د افغانستان دولت نظر نه‎شي کېدلای. د افغانستان دولت که د روسیې او طالبانو د اړیکو په اړه کومه اندېښنه ولري او یا بله کومه مسئله ولري هغه د بهرنیو چارو د وزارت له لارې تعقیبوي."

ښاغلي ازاد د روسي چارواکو هغو څرګندونو ته اشاره وکړه چې له طالبانو سره د روسیې اړیکې د سولې لپاره د هغوی د چمتو کولو په هدف بولي او ویې‌ویل چې روسیه د افغان دولت سره د افغانستان د خلکو د نماینده بنسټ په توګه ټینګې ډیپلوماتیکې اړیکې لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د روسیې او افغانستان د حکومتونو تر منځ پر دوستانه اړیکو په داسې حال کې ټینګار کوي چې یو شمېر افغان چارواکي او سیاستوال له طالبانو سره د روسیې د پوځي مرستې او ملاتړ ادعاوې کوي.

د افغانستان د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمد احمدزي ازادي راډیو ته وویل، دوی داسې باوري اسناد او شواهد لري چې له طالبانو سره د روسیې د وسلو او نورو مرستو ښکارندویي کوي.

نذیر احمدزی: طالبانو سره د روسیې د پوځي همکارۍ په اړه کره شواهد لرو

بل‎خوا د سې شنبې په ورځ د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت هغو سیمو کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي روسي نظامیان لیدل شوي دي.

سنګری: د ارزګان روانه جګړه کې روسي جنرالان ښکېل دي

د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري
د ارزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري

ښاغلي سنګري وویل:

"د هغو معلوماتو پر بنسټ چې موږ یې لرو، روسان یو ځل د ترینکوټ په مرکزي سیمو کې روسان د ډاکټرانو په جامو کې لیدل شوي او دوهم ځل د ګېزاب ولسوالۍ په سهراب سیمه کې ۱۱ تنه روسي نظامیان چې دوه‌یې ښځینه دي لیدل شوي دي. دا روسان د روزنې او جلب او جذب په پروسه بوخت دي."

د طالبانو سره د روسیې د مرستو ادعاوې وروسته له هغې زیاتې شوي چې د پاکستان په بلنه یو روسي پلاوی د شمالي وزیرستان میرانشاه ته سفر وکړ.

روسي چارواکي وايي، دې پلاوي ته‌یې په شمالي وزیرستان کې پاکستاني پوځي چارواکو د ترهګرۍ پر ضد د خپلو وروستیو عملیاتو بریاوې ښودلې، خو د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړو ادعا کړې چې دې هئیت په شمالي وزیرستان کې د وسله‎والو طالبانو د روزنې له کمپونو لیدنه کړې.

پاکستاني چارواکي: شمالي وزیرستان ته د روسیې پوځي پلاوی تللی

پاکستاني چارواکي: شمالي وزیرستان ته د روسیې پوځي پلاوی تللی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:20 0:00

​دوه ورځې مخکې کابل کې د روسیې سفارت دا راپورونه رد کړل او یو وار بیا یې ټینګار وکړ چې دوی له طالبانو سره هېڅ ډول مرسته نه‎کوي.

کابل کې د روسیې سفارت په دې خبرپاڼه کې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو نومونه یاد شوي چې د دوی په وینا روسیه د ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي.

روسیه که څه هم له طالبانو سره اړیکې نه‌ردوي خو ټینګار کوي چې دا اړیکې یې په افغانستان کې د روسي اتباعو د خوندیتوب او د دې هېواد د سولې په بهیر کې د مرستې په هدف دي.

خو د طالبانو سره د روسانو د مرستې په اړه ولې افغان دولت کې بېلابېل نظرونه موجود دي.

دا پوښتنه مې د نړیوالو چارو له کارپوه انتظار خادم څخه وکړه.

نوموړی وايي، اصلاً افغان دولت په مجموع کې له طالبانو سره د روسانو د اړیکو په اړه اندېښنه لري.

خو دا چې په ټیټه کچه ادعاوې راپورته کوي او په لوړه کچه پرې څه نه‌وايي دا یوه ستونزه ده چې باید دولت‌یې حل کړي.

افغان چارواکي ولې د طالبانو او روسیې پر همکاریو بېلابېل نظرونه لري؟

د نړیوالو چارو کارپوه انتظارخادم
د نړیوالو چارو کارپوه انتظارخادم

ښاغلي خادم زیاته کړه:

"د تېرو درې څلورو میاشتو راپورونه که وګورئ، تر ډېره افغانستان کې نظامي برخې ادعا کړې چې د جګړې د زیاتېدو یو علت له طالبانو سره د روسیې مرستې دي. خو دا چې د بهرنیو چارو وزارت سهار یوه خبره کوي او ماښام بله خبره دا یوازې لفاظي ده او ډیپلوماتیک هنر دی چې دوی یې کاروي."

ښاغلی خادم ټینګار کوي چې افغان حکومت باید له طالبانو سره د روسانو د اړیکو په اړه کره او باوري څېړنې وکړي او پر دې موضوع یو واحد نظر خپل کړي که نه؟ حالات ښايي تر دې زیات خراب شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې له طالبانو سره د روسیې د مرستو ادعاوې ردوي چې مسکو د جمعې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربه‎توب کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبر پاڼې کې هیله ښودلې چې د سیمې د هېوادونو د استازو په ګډون د افغانستان په اړه دې غونډه کې به د امریکا متحده ایالات هم ګډون وکړي.

تر دې مخکې امریکايي چارواکو په مسکو کې د افغانستان په اړه جوړیدونکې غونډه کې ګډون رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG