د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۷

فواید عامې وزارت خپل راتلونکی۲۰ کلن ماسټر پلان اعلان کړ


د افغانستان د فواید عامې وزارت د هېواد د سړکونو و او په مجموع کې د ترانسپورټي زېربناو د جوړولو شل کلن ماسټر پلان د سې شنبې په ورځ په یوې خبرې غونډه کې تشریح کړ.

په افغانستان کې د نویو معیاري سړکونو، پلونو، سوداګریزو مرکزونو، د هوايي ډګرونو، د اوسپنې د پټلیو غځول او د سوداګریزو زېربناو جوړول، د فواید عامې وزارت په شل کلن ماسټر پلان کې شاملې موضوعګانې دي.

د فواید عامې وزیر محمود بلیغ د سې شنبې په ورځ په کابل کې په يوې خبري ناسته کې د دغه وزارت د شل کلن ماسټر پلان د تشریح کولو پرمهال وویل، دغه ماسټر پلان به په هېواد کې داسې معیاري سړکونه او د اورګاډي پټلۍ جوړي کړي چې له یوې خوا به کورنۍ سوداګریزې چارې پراخې او له بلې خوا به د منځنۍ او جنوبي اسیا د هېوادنو ترمنځ ترانزیټي اړیکي ټینګې کړي.

ښاغلي بلیغ وویل د دغه پلان له پلې کېدو سره به د هېواد اقتصادي وده ګړندۍ شي.

د افغانستان د فواید عامې وزیر محمود بلیغ.
د افغانستان د فواید عامې وزیر محمود بلیغ.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ لومړی لید د سړکونو ساتنه او څارنه ده او دوهم لید دادی چې په سیمه کې د افغانستان د حساس جغرافیايي موقعیت په پام کې نیولو سره وکړای شو، هېواد د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ په څلورلارې تبدیل کړو."

ښاغلي بلیغ وویل په وروستیو کلونو کې دا د فواید عامې وزارت دوهم ماسټر پلان دی چې جوړېږي.

د ده په خبره د لومړي ماسټر پلان له مخې چې له دوه زره شپږم میلادي کال څخه تر دوه زره شپاړسم پورې اتیا فیصده پلې شوی، له مخې يې په هېواد کې زرګونه کېلومتره سړکونه جوړ او د ترکمنستان - اقینې ترمنځ د اورګاډۍ پټلۍ سره ونښلول شوه او همدارنګه ټاکل شوې چې په لږه موده کې له ایران سره هم د اورګاډي پټلۍ ونښلېږي.

د فواید عامې وزارت د معلوماتو له مخې د دغه وزارت نوی شلن کلن ماسټر پلان به په ۲۰۳۶ میلادي کال کې پای ته ورسېږي چې۲۶ میلیارډه ډالره ورته تخمین شوي دي.

د فواید عامې وزیر له نړیوالې ټولنې او نړیوالو بانکونو هیله وکړه چې د د دغه پلان په پلي کولو کې له افغان حکومت سره مالي او تخنیکي مرستې وکړي.

دغه پلان د اسیايي پراختیايي بانک او افغان متخصصینو په مرسته ترتیب شوی دی.

په کابل کې د اسیايي پراختیايي بانک مشر پانیلا وویل، دغه بانک پخوا تردې هم د افغانستان د فواید عامې له وزارت سره مرستې کړي او په راتلونکې کې به هم هڅه وکړي چې په دې برخه کې اسانیتاوې برابرې کړي.

بلخوا د چارو کارپوهان وايي، دا یوه اوږد مهاله پروژه ده او پلې کولو ته يې د کورنیو او سیمه ییزو شرایطو برابرول او د کره مالي منابعو موندل ضروري دي.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد اکبر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په اوږد مهاله پلانونو کې شاخصونه تریوه ځایه پورې په دقیقه توګه نه شي سنجول کېدلی، دلته مناسبات رول لري او په اوږده مهال کې مالي سرچینې هم دقیقي نه سنجېږي، سیاسي اړیکي پکې رول لري، دغه ټول موارد په دې پروژه کې اړین دي."

ښاغلی اکبر تاکید کوي چې حکومت دې د دغه اوږدمهال پروژې د پلي کولو لپاره له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره نیکي اړیکي ولري.

دی په دغو او دې ته دورته انکشافي پروژو لپاره امنیت او ثبات هم مهم ګڼي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG