د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

غروال: حمید حسن او میرویس اشرف به ډېر ژر لوبو ګډون وکړي


د افغانستان د کرکټ بورډ اداره وايي چې د افغان کرکټ دوه لوبغاړي به د ټپونو له رغېدو سره سم ډېر ژر لوبډلې ته بېرته راوګرځي.

د کرکټ بورډ د رسنیو مسؤل عزیز غروال ازادي راډیو ته وویل د حمید حسن او میرویس اشرف روغتیا د ډاډ وړ ده او ډېر ژر به له لوبډلې سره یو ځای شي.

نوموړي دا هم وویل چې دغه دوه افغان لوبغاړي اوس مهال د کابل په کرکټ لوبغالي کې په تمریناتو بوخت دی او د ویسټ انډیز د سفر لپاره د دوی له غوره کېدو مخکې به په بېلابېلو روزنیزو کمپونو کې برخه اخلي:

"روغتیا يې په رښتیا هم په بشپړ ډول ښه ده د دواړو لوبغاړو حمید حسن چې دا وار راغلو د ده معالجو ډاکټرانو موږ ته پوره ډاډ راکړل شو چې د دوی صحي وضعیت اوس بیخي ښه دی، خو صرف دادی چې دوی به منظم تمرینات کوي چې راتلونکو سیالیو ته پوره چمتو شي."

ښاغلي غروال وویل حمید حسن او میرویس اشرف د افغان کرکټ بورډ لپاره با ارزښته لوبغاړي دي او د همدې لپاره يې درملنې ته پوره پاملرنه کوي.

XS
SM
MD
LG