د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنه د ابتدائیه محکمې له لوري د هرات د ولایتي شورا د رئیس کامران علیزي له محکومېدو وروسته پولیس د هغه په نیولو مکلف بولي.

د دغې ټولنې مرستیال سبحان مصباح د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که پولیس دا کار ونه‎کړي، خلک به د حاکمیت د پلي کېدو برخه کې د حکومت په کړنو بې باوره شي.

ښاغلي مصباح همدارنګه هرات کې د کامران عليزي په پلوي مظاهرې غیرقانوني بولي وايي چې پولیس باید د دا شان مظاهرو مخه ونیسي، ځکه د ده په وینا دا ډول مظاهرې د قانون پر وړاندې د درېدو په معنی دي.

نوموړی وايي:

"هغه مظاهرې چې وشوې د هرات د اوسېدونکو منځ کې یې ویره خوره کړې چې دا له قانونه سرغړونه ده، دا کار د قانون حاکمیت ته زیان رسوي، پولیس مکلف دي چې نه یوازې هرات کې بلکې ټولو ځایونو کې د دا ډول مظاهرو مخه ونیسي."

د هرات د ولایتي شورا رئیس کامران علیزي له دندې د ناوړې ګټې اخیستنې او د هرات د مرستیال والي او د امنیه قوماندانۍ د امنیت د امر له معرفي کېدو سره مخالفت څرګند کړی و.

شاوخوا درې اوونۍ وړاندې ښاغلي علیزي کابل کې د یوې محکمې له لوري په دوه کاله او شپږمیاشتې بند محکوم شو.

کامران علیزي که څه هم چې د ابتدائیه محکمې غونډه کې نه و حاضر، خو د محکمې له حکم وروسته هرات ولایت کې یو شمېرکسانو د هغه په پلوی مظاهرې وکړې.

یوه ورځ وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې د ښاغلي علیزي د نیولو لپاره اقدام کوي.

په ورته وخت کې د حکومت د رسنیو د مرکز رئیس د هرات د ولایتي شورا له رئیس څخه غواړي چې د غیرقانوني کړنو او د محکمې د حکم پر وړاندې دې له مظاهرو لاس واخلي او خپله موضوع دې له قانوني لارو تعقیب کړي.

صدیق صدیقي ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه شان ټینګار وکړ چې حکومت د علیزي نیولو ته ژمن دی.

نوموړی وايي:

صدیقي: حکومت د علیزي نیولو ته ژمن دی.

صدیقي: حکومت د علیزي نیولو ته ژمن دی.

"د هرات د ولایتي شورا رئیس هغه اعتراض چې د محکمې د پریکړې پر وړاندې یې لري، زیاتې اصولي لارې شته چې دا قضیه تعقیب کړي او اعتراض ته یې رسېدنه وشي، ټول باید د عدالت د ټینګښت پر وړاندې عدلي او قضايي سیسټم ته درناوی ولرو."

ښاغلی صدیقي دغه شان ټینګار کوي چې په افغانستان کې د قانوني حاکمیت پلی شوی او اجرائیه بنسټونو باید د محکمې پریکړه پری ځای کړي.

د ده په وینا مظاهرو کې د وسلو ښکاره کول د خلکو د ویرې لامل کېږي چې باید له دا شان کړنو څخه ډډه وشي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG