د افغانستان دفاع وزارت چارواکي وايي، د دغه وزارت په تشکیل کې د ښځو د ۱۰ سلنې ونډې لپاره د جلب و جذب لړۍ روانه ده.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، اوس مهال د اردو په روزنیزو مرکزونو کې سلګونه مېرمنې په زدهکړو بوختې دي او ځانګړي امتیازات هم ورته په پام کې نیول شوي دي.
ښاغلی رادمنش وايي، د افغانستان سُنتي جوړښتونو ته په پام اړتیا ده چې ښځې په دفاعي او امنیتي برخو کې دندې ترسره کړي.
نوموړی وايي:
"۱۰ سلنې ته په پام، د دوی شمېر به نېږدې څه باندې ۱۹ زره کسانو ته پورته شي، اوس مهال دفاع وزارت کې څه باندې ۱۵۰۰ ښځې په دندو بوختې دي چې د نارینو په پرتله یې امتیازات ډېر دي. "
ښاغلی رادمنش زیاتوي، د دفاعي ځواکونو په لیکو کې ښځو ته د نارینوو په پرتله ډېر امتیازات په پام کې نیول شوي دي.
تر دې مخکې د افغانستان دفاع وزارت د ښځو لپاره پنځه زره بستونه اعلان کړي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم د امنیت د ټينګښت لپاره د ښځو د ونډې د ډېرېدو په لټه کې دی، حال دا چې اوس په امنیتي ځواکونو کې د ښځو شمېر د پنځو زرو په شاوخوا کې اټکل کېږي.
نړیوالې ټولنې د افغان ځواکونو په لیکو کې د ښځو جلب و جذب د پروسې د ګړندیتوب لپاره په تېرو څو کلونو کې میلیونونه ډالره مرسته کړې خو د شنونکو په باور تراوسه دا پروسه د هیلو مطابق پر مخ نهده تللی.
هاخوا د افغانستان د ولسي جرګې د ښځو چارو کمېسیون مشره فوزیه کوفي وايي، که څه هم ټولنیزو جوړښتونو او دودونو په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د ښځو پر وړانډې اغېز کړی خو اړتیا ده چې ښځې په یادو برخو کې پراخه ونډه ولري.
اغلې کوفي وايي، امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د ښځو ونډه باید پر ټیټو بستونو محدوده نهشي.
نوموړې وايي:
"هغه دندې چې ښځو درلودې، لکه د تالاشۍ او یا نور ټیټ بستونه دا باید تغیر شي څو د خلکو ذهنیت تغیر وکړي، ښځو ته باید د وزارتونو په رهبرۍ کې ونډه ورکړل شي، لکه د پالیسې جوړونې، استخباراتو او کشف برخو کې."
اغلې کوفي وايي، امنیتي او دفاع بنسټونو کې لا هم ښځو ته لازم شرایط نهدي برابر او وړاندیز کوي چې حکومت باید د هېواد شرایطو ته پام سره په دې برخو کې ښځو ته ډاډمن شرایط برابر کړي.
راپور: عبادالله حنان زی