د لاسرسي لېنکونه

د ترکیې په جنوب ختیځ ښار دیاربکر کې چاودنې لږ تر لږه څلور تنه ټپیان کړل.

دا چاودنه څو ورځې مخکې تر دې شوې ده چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د واک د زیاتېدو لپاره په ترکیې کې ټولپوښتنه کېږي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وویل، نننۍ چاودنه د پولیسو په یوه مرکز کې د موټر د ترمیم پر مهال شوې چې له امله یې د دې مرکز د ودانۍ یوه برخه هم ویجاړه شوه.

ویل کېږي چې د یوه ټپي روغتیایي وضعیت نازک دی.

د چاودنې علت تراوسه نه دی څرګند.

XS
SM
MD
LG