د لاسرسي لېنکونه

په فراه ولایت کي چارواکي وايي چې کابو ۲۰ روغتیایي مرکزونو ته د دولت وسله والو مخالفینو ګواښ کړی چي خپل فعالیتونه دي بند کړي.

د فراه ولایت د والي ویاند ناصر مهري د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې له همدې ګواښ له امله اوس کابو ۱۵ روغتیایي کلنییکونه د فراه ولایت په خاک سفید، بالابلوک، شیب کوه او پشت کوه ولسوالۍ کې تړل شوي دي.

د هغه په خبره تر اوسه د دغو کلینیکونو د تړلو اصلي لامل معلوم نه دی او د سیمه ییزو مشرانو سره په دې اړه اړیکې نیول شوي دي.

مهري زیاتوي چې سیمه ییزه اداره او امنیتي چارواکي په دې اړه پر جدي تدابیرو کار کوي تر څو دغه کلینیکونه د ګواښونو څخه وژرغورل شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د ۲۰ په شا او خواکي روغتیایي کلینیکونو د فراه ولایت په لري ولسوالیو لکه خاک سفید، بالابلوک، پشت کوه او شیب کوه کې د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا ګواښل شوي او ځینې یې تړل شوي هم دي."

مهري هڅه کوو یاد کلینیکونه بېرته د خلکو پرمخ خلاص کړو.

مهري هڅه کوو یاد کلینیکونه بېرته د خلکو پرمخ خلاص کړو.

د فراه ولایت سمه ییزه اداره د دغو کلینیکونو د بیا پرانیستلو او همداشان خوندي توب لپاره خپلې هڅې پیل کړي دي.

په همدي حال کې په فراه ولایت کې مدني فعالان هم د دغو کلینیکونو تړلو اندېښمن کړي دي.

جاوید تابش په فراه ولایت کي یو تن مدني فعال وایي چي د دغو روغتیایي کلینیکونو تړل د لېري پرتو سیمو د خلکو پر ژوند ډېره بده اغېزه کوي او باید مخه یې ونیول شي.

له بلې خوا د فراه ولایت امنیتي چارواکي بیا وايي چې د هر ډول امکاناتو څخه په استفاده کولو سره به د دغو کلینیکونو د تړلو مخه ونیسي.

د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر ګلبهار مجاهد وایي چې دغه امر د دولت وسله والو مخالفینو ته د بهر څخه شوی او دوی به هېڅ کله هم څوک پرې نږدي چې دغه کلینیکونه د خلکو پر مخ وتړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د یو لېري ولایت یا ولسوالۍ څخه د دولت وسله وال مخالفینو زموږ په ولایت کې د یو کلینیک مسؤل ګواښي او وایي چې خپل کلینیک وتړه په داسې حال کې چې کلینیک هم په امن ځای کې وي نو له همدې امله موږ هېڅ چاته اجازه نه ورکوو چې دغه کلینیکونه وتړي او په ټولو ولسوالیو کې زموږ کلینیکونه په امن ځایونو کې موقعیت لری."

د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د یادونې وړه ده چې اوسمهال د ولسوالیو کلینیکونه د جراحي څانګه او همداشان د ټپیانو د درملنې لپاره امکانات نه لري او یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې د دغو کلینیکونو د ګواښلو یو علت هم دغه دی ځکه د دولت وسله وال مخالفین غواړي چې دغه څانګې د دوی د جګړې د ټپیانو د درملنې لپاره فعاله شي، خو تر اوسه په رسمې ډول دغه خبره چارواکو هم نه ده تائید کړې.

راپور: احمد شاه فطرت

XS
SM
MD
LG