د لاسرسي لېنکونه

ټاکل شوې وه چې تېره ورځ د حزب اسلامي ۶۹ تنه بندیان له بنده خوشې شوي وای خو د ګلبیدن حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي وايي چې دا بندیان تر اوسه نه دي خوشې شوي.

د دې حزب ویاند حمید عزیزي نن ازادي راډیو ته وویل، په تفاهم لیک کې د بندیانو د خوشې کېدو لپاره دوه میاشتې مهلت ټاکل شوی وو چې تر اوسه نه دی عملی شوی.

دی وايي، دوی هیله لري چې د حزب اسلامي ټول پرته له قید او شرط پرته خوشې شي.

"د حزب اسلامي دریځ دا دی چې د سولې د تفاهم لیک او د ژینف د کنوانسیون په اساس د جنګ له ودرېدو او د سولې له اعلان سره سم باید دولت ټول بندیان خوشې کړي وای په تفاهم لیک کې دوه میاشتنې ضرب الاجل ټاکل شوی و چې له بده مرغه دولت پرې عمل نه دی کړی."

د حزب اسلامي او دولت ترمنځ د تفاهم لیک د عملي کولو کمېسیون په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG