د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

د غیر مسؤله وسله والو په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې د غیر مسؤلو وسله والو او له دوی څخه د وسلو د راټولولو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یو پخواني چارواکي ویلي چې د غیر مسؤلو وسله والو د بې وسلو کولو په وړاندې دوه ګوني چلند ځینې پخوانۍ تنظیمي ډلې لا پیاوړي کړي دي.

په مطلب کې راغلي چې د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال منیرمنګل پردې خبرې د ټینګار سره چې دغه دوه ګوني چلند شمال کې ځینې ډلې پیاوړي کړي دي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي چې ځینې ارګانونه په دې کې خپلې ګټې ویني او دا ملاتړ د نا امنۍ لامل شوی دی.

انیس دولتي ورځپاڼې بیا دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، خلک تمه لري چې له غیر مسؤلو وسله والو څخه غیرقانوني وسلې راټولې شي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، د ډایاک یا د وسلو د راټولولو له پروګرام سره تر ډېره په افغانستان کې د بدماشیو او له امله یې د پېښو د رامنځته کېدو مخه ونیول شوه خو د سرمقالې لیکونکي په خبره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره له بده مرغه دغه بهیر کرار-کرار سوړ شو او بیا ځلي د دا شان ګروپونو او کسانو په شمېر کې زیاتوالی راغی.

په سرمقاله کې راغلي چې له همدې امله نن سبا په دغه هېواد کې د ناامنیو لمن هم پراخه شوې ده او خلک له حکومت او دغه شان له امنیتي مسؤلینو غواړي چې ژر تر ژره دې یادې غیر مسؤله وسله والې ډلې او اشخاص بې وسلې کړي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د همدغه غیر مسؤله وسله والو کسانو یا وسله والو غلو په اړه لیکلي دي چې د ښار یو شمېر سیمې یې نا امنه کړي او په غلاوو یې لاس پورې کړی.

د ملي ارمان سرمقاله لیکونکی بیا په امنیتي مسؤلیو غږ کړی چې چاته اجازه ورنه کړي چې بې دلیله د کوم سرویس موټر پر سورلیو او یا د خلکو په کورونو او نورو ځایونو کې پر هغوی برید وکړي.

په سرمقاله کې راغلي چې دا د امنیتي ځواکونو مسؤلیت دی.

سرمقاله لیکونکي دغه شان د افغانستان په ملي شورا هم غږ کړی، که امنیتي مسؤلینو ته مو بیا ځلي د باور رأیه ورکړې نو اوس یې له کار نه هم جدي څارنه وکړئ چې د ده په خبره دا څار د دې لامل شي چې تر پخوا زیات د ټولنې امنیت ته پام وکړي.

XS
SM
MD
LG