د لاسرسي لېنکونه

نیل ګرساچ د دوشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د سترې محکمې د قاضي په توګه لوړه وکړه.

ولسمشر ډونالد ټرمپ څو ورځې وړاندې ۴۹ کلن ګرساچ د امریکا د سترې محکمې د قاضي په توګه نومولی و.

د کانګرس د سنا مجلس چې جمهوري غوښتونکي پرې کنټرول لري د سترې محکمې د قاضي په توګه د ګرساچ د نومولو پرېکړه تائید کړې وه.

د نیل ګرساچ په ټاکلو سره به د امریکا په ستره محکمه کې د څلورو ډموکرات قاضیانو پر وړاندې د جمهوري غوښتونکو د پنځم قاضي په شمولیت سره د دې ګوند برلاسي خوندي شي.

XS
SM
MD
LG