د لاسرسي لېنکونه

له بریتانیا څخه لومړنی بار وړونکی اورګاډی پرون د چین پر لور وخوځېد.

تمه ده دا اورګاډی چې د ورېښمو د لرغونې لارې د ژوندي کولو د هڅو یوه برخه ده درې اوونۍ مزل وکړي، ۱۲ زره کېلو متره لاره ووهي او د روسیې او قزاقستان له خاورې تر تېرېدو وروسته د چین ختیځو سواحلو ته ورسېږي.

دا اورګاډی به د ۱۲ زره کېلو متره مزل په ترڅ کې د اړتیاوړ مواد ولېږدوي.

په داسې حال کې چې بریتانیا له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په درشل کې ده هیله لري چې له لیرې ختیځې سره اړیکې ټینګې کړي.

لندن د اروپا پنځلسم ښار دی چې له چین سره په مستقیمه لاره وصلېږي.

دا اورګاډی به د سیند لاندې تونل له لارې لومړی فرانسې او وروسته د بلجیم، جرمني، پولنډ، بلاروس، روسیې او قزاقستان له لارې چین ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG