د لاسرسي لېنکونه

انډپنډنټ:

بريتانوۍ ورځپاڼې انډپنډنټ په خپله تازه ګڼه کې تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې: له ناامنيو او اداري فساد سره- سره په کابل کې ځينې هيله من خلک شته.

د ليکنې په حواله، د دې لپاره چې د افغانستان حالت درک کړئ، بايد کابل ته لاړ شئ، په يوه ودانۍ کې چې لوحه نه لري، يوه دفتر ته داخل شئ، چې هلته يو ځوان ګورئ، له خپلې نوې درېشۍ سره په ډېره لېوالتيا د خپل دفتر د فرنيچر او وسايلو په تنظيم بوخت دى.

دغه ځوان نادر نادري نومېږي چې په وروستيو کې د اصلاحاتو او ملکي خدماتو د خپلواک کمېسيون د رئيس په توګه ټاکل شوى او وايي، له انرژۍ او شوق څخه ډک دى.

نادري وايي، هدف يې دا دى، د قدرت مرکز چې له سياسي لوبو او خپلوۍ-پالنې ډک دى، په يوه سالم بنسټ بدل کړي، د دولتي پوسټونو ټولو کانديدانو ته عادلانه فرصت ورکړي،د ملي شورا او جنګسالارانو خپلوانو ته لومړيتوب ورنه کړل شي.

انډپنډنټ ورځپاڼه ليکي، ٤٢ کلن نادري وايي که وتوانېږي د روابطو پر ځاى به د وړتيا له مخې يو کاري سيسټم ايجاد کړي، دا مسئله به د دې سبب شي، چې د افغانستان پر ډيموکراسۍ د خلکو باور پيدا شي.

انډپنډنټ ورځپاڼه د نادري له قوله ليکي چې وايي که خپل هدف ته ونه رسېږي، ټول هغه کسان به نهيلي او ناکام شي چې د اصلاحاتو لپاره پر مبارزه باور لري.

په ليکنه کې لولو، د اوسني حکومت چې د اصلاحاتو ژمنې يې کړې وې، نيمايي عمر پوره شوى، افغانستان لا هم له هغو ستونزو سره چې له تېرو ١٦ کلونو ورپېښ دي، لاس و ګرېوان دى.

د ورځپاڼې په ليکنه، په داسې حال کې چې ځينې افغانان په بېصبرۍ په تمه دي چې د امريکا نوې اداره له افغانستانه خپل ملاتړ څرګند کړي، ځينو نورو له وړاندې پر نړيوالې ټولنې خپل باور بايللى او دا پوښتنه مطرح کوي: ايا بهرنۍ پوځي اومالي مرستې په هغه اندازه دي، چې افغانستان ورته اړتيا لري؟

د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز مشر داود مراديان انډپنډنټ ورځپاڼې ته ويلي: "په تېرو ١٦ کلونو کې مو د اصلاحاتو په اړه زياتې خبرې واورېدې، خو بيا هم د هغه پخواني سوچ شاهدان يو، دلته چارواکي په هره مسئله کې لاسوهنه کوي."

په ليکنه کې د مراديان دا خبره هم رااخيستل شوې چې ويلي يې دي، نننۍ چارې ډېرې پېچلې او خطرناکې شوي دي، که ما انتخاب کولاى شواى افغانستان ته مې د ٢٠زره امريکايي سرتېرو د لېږلو پرځاى د اصلاحاتو لپاره د يوه واقعي حکومت تعهد غوره ګاڼه.

نيويارک ټايمز:

امريکايۍ نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د يوه امريکايي سرتېري د وژل کېدو مسئله څېړلې ده.

چارواکو د يکشنبې په ورځ وويل، د امريکا د ځانګړو ځواکونو يا سپېشل فورس دغه سرتېرى د شنبې په ورځ له افغان ځواکونو سره په ګډو عمياتو کې چې د داعش د پلويانو پر خلاف روان وو، ووژل شو.

د ليکنې په حواله، که څه هم امريکايي او افغان ځواکونو په شا و خوا سيمو کې داعش ډله سخته ځپلې، خو اچين ولسوالي لا هم د اسلامي دولت ډلې يا داعش د پلويانو د فعاليت سيمه ګڼل کېږي.

د نيويارک ټايمز په ليکنه کې راغلي، دا په روان ميلادي کال کې اول امريکايي دى چې په افغانستان کې د جګړې پر مهال وژل کېږي.

په ليکنه کې د اى کژولټيز ويبسايټ ارقامو ته اشاره شوې چې په کې ويل شوي چې په افغانستان کې په ٢٠١٦م کال کې ١٣ امريکايي سرتېري وژل شوي؛ له دې جملې ١٠ سرتېري د دښمن په ډزو وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د دفاع وزارت په حواله، له ٢٠٠١م کال راهيسې چې امريکا پر افغانستان حمله وکړه، ټولټال ٢زره او ٢١٧ امريکايي سرتېري وژل شوي او شل زره نور ټپيان شوي دي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي، دا مهال په افغانستان کې ٨٤٠٠ امريکايي سرتېري دېره دي چې دوه ماموريتونه پرمخ بيايي.

يو ماموريت يې د ناټو تر مشرۍ لاندې د افغان ځواکونو روزنه او همکاري ده. د دوى بله دنده د ټروريزم ضد ماموريت پرمخ بېول دي، چې پر القاعده شبکې او د داعش ډلې پر پلويانو متمرکز دى.

د ورځپاڼې په ليکنه کې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن څرګندونو ته اشاره شوې، چې په افغانستان کې يې د زرګونونورو امريکايي سرتېرو غوښتنه کړې، ده ويلي چې ښايي د جنګ يو سخت فصل په مخکې وي.

XS
SM
MD
LG