د لاسرسي لېنکونه

په کابل کې د فوټسال سیالیو لیګ نن د ۱۴ غوره لوبډلو تر منځ پیل شو.

د افغانستان د فوټسال فدراسیون مرستیال عبدالبصیر قیومي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ به ۲۵ ورځې دوام وکړي.

ښاغلي قیومي د دغو سیالیو هدف د فوټسال سیالیو لپاره د غوره څېرو معرفي کول یادوي.

کابل کې هر کال د فوټسال لیګ ترسره کېږي چې له دغه لیګه تر دې دمه د فوټسال ملي لوبډلې ته غوره لوبغاړي هم معرفي شوي دي.

XS
SM
MD
LG