د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په پام کې لري چې نېږدې راتلونکي کې له پاکستان سره د اپټا تړون تمدید کړي.

د دغه بورډ مشر رحم‌الدین حاجي آغا د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د اپټا تړون تر اوسه د پاکستان له‌خوا نه‌دی عملی شوی او همدا لامل دی چې افغان سوداګرو ته هر کال تاوان رسېږي.

نوموړی وایي چې د اپټا تړون ځینې مادې ستونزې لري او باید د متشبثینو د عالي بورډ، د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د افغان سوداګرو له مشورې وروسته تمدید شي.

ښاغلی حاجي آغا وايي چې د اپټا تړون د تمدید پر مهال دې له پاکستاني لوري تظمین واخېستل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر او پاکستاني چارواکو په ۲۰۱۰ میلادي کال کې په کابل کې د "اپټا" په نوم یو تړون لاسلیک کړ او دواړو لورو ژمنې وکړې چې د تړون د موادو سره سم به هر هېواد په خپله خاوره کې له یو بل سره مرستې کوي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت نظر هم واخلو خو بریالي نه‌شوو.

XS
SM
MD
LG