د لاسرسي لېنکونه

د روسيې په تاتارستان سيمه کې د ټولو اديانو په يوه معبد کې د اور لګېدلو وروسته د معبد په دغې ودانۍ کې د يوه سړي مړی موندل شوی دی.

د تاتارستان په پلازمېنه کازان کې نن سهار اور ولګېد او د معبد د ودانۍ چت‌يې تخريب کړ.

د تاتارستان د بېړنيو چارو وزارت وويل چې دغه مړی د ودانۍ دننه وروسته له هغه وموندل شو چې اور مړ کړای شو.

دغه مړی تر اوسه نه‌دی پېژندل شوی او د مړينې لامل‌يې هم نه‌دی څرګند شوی.

د ټولو اديانو معبد د شلو کلونو په اوږدو کې جوړ شوی چې جوړوونکي يې هڅه کړې د عسويت، اسلام، يهوديت او بودايي مذهب سره اړوندې علامې په‌کې وکاروي.

پلټونکي هڅه کوي چې ومومي دغه اور تصادفاً لګېدلی دی.

XS
SM
MD
LG