د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

د زېږون پرمهال د میندو د مړینې زیاتوالی


هغه سروې چې د مرکزي احصایې او عامې روغتیا وزارت لخوا شوې ښیي چې د زېږون پرمهال د میندو مړینه ډېره شوې ده، دا چې د عامې روغتیا وزارت او نړیوالو موسسو له هڅو سره سره ولې دا شمېره ډېره شوې؟

افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې وګړي یې په اساسي ډول صحي خدماتو ته لاس رسی نه لري، په دې برخه کې بیا مېرمنې او ماشومانو ډېر زیانمن دي، له هغو ستونزو څخه چې اوس هم افغان میندې ورسره مخ دي د زېږون پرمهال د دوی مړینه ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، د تېرو پنځو کلونو په موده کې د مور او ماشوم د مړینې په ارقامو کې هېڅ ښه والی نه دی راغلی، بلکې دا شمېره ډېره شوې ده.
په ۲۰۱۰کال کې د شوې سروې له مخې په هرو سل زور ولادتونو کې ۳۷۵مېرمنې مړې شوې وې خو په ۲۰۱۵مېلادي کال کې دغه شمېره په هرو سلو زرو ولادتونو کې ۱۲۰۰ته لوړه شوې ده.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:48 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

XS
SM
MD
LG