د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

هېواد: د افغانستان امنیت او ثبات د نړۍ د امن او ثبات په معنی دی


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې له طالبانو څخه د روسیې د ملاتړ په اړه د هغه هېواد د غبرګون په اړه یو شمېر مطالب خپاره کړي دي.

ویسا خپلواکې ورځپانې په خپل یو مطلب کې په دې اړه لیکلي، د مشرانو جرګې یو پلاوی چې روسیه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې له کنفرانسه بېرته هېواد ته راستون شوی، د روسي چارواکو اندېښنې یې له سناتورانو سره شریکې کړي دي.

په مطلب کې د دغه پلاوي د یو غړي، محمد علم ایزدیار په حواله راغلي چې، روسي چارواکو نه یوازې دا چې له طالبانو سره خپل اړیکې رد کړي، بلکې د طالبانو له لوري یې د تمویل او تجهیز وړاندیزونه هم رد کړي دي.

اطلاعات روز خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي چې له طالبانو څخه د روسیې د ملاتړ په اړه د خبرو او بحثونو تر پراختیا وروسته کابل کې د روسیې سفارت دغه څرګندونې تور ګنلی او ویلي چې تراوسه داسې کوم مدرک نه دی وړاندی شوی چې دغه موضوع رېښتینې ثابته کړي.

په مطلب کې راغلي چې کابل کې د روسیې سفارت د یو خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، افغان چارواکو د اسنادو له وړاندې کولو پرته روسیه د طالبانو په ملاتړ او تجهیز تورنه کړې ده.

خو د مطلب لیکوال لیکلي چې دا یوازې افغان چارواکي نه دي چې د روسیې په اړه یې دا ډول څرګندونې کړې دي بلکې، امریکايي جنرالانو هم ویلي چې احتمالاً روسیه له طالبانو ملاتړ کوي.

دولتي ورځپاڼو بیا په دې اړه څه نه دي لیکلي، خو هېواد په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د افغانستان امنیت او ثبات د سیمې او نړۍ د امن او ثبات په مانا دی او د سرمقاله لیکونکي په باور دا خبره اوس نړیوالو ته هم څرګنده ده.

سرمقاله لیکونکي همدې موضوع ته په پام لیکي:

افغان حکومت بیا د سیمې او نړۍ له هېوادونو غوښتي چې له افغانستان سره د سولې او ثبات په سیوري کې خپلې ګټې ولټوي.

XS
SM
MD
LG